د هېواد په څو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله، لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند بایللی او ۸ تنه نور ژوبل شوي دي.
دغه سېلابونه په لوګر، لغمان، غزني، ننګرهار، میدان وردګ، کابل او پنجشېر ولایتونو په ځينو برخو کې راغلي دي.
چارواکو ویلي چې، د دغو سېلابونو د ځاني مرګ ژوبلې سربېره، په ځینو ولایتونو کې یې درنه مالي زیانونه هم اړولي دي. د لومړنیو شمېرو پر بنسټ، کابو ۱۰۰ کورونه په بشپړ او قسمي ډول وران شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ملي ادارې ویاند جانان سایق په هکله وايي:«د دغو سېلابونو له امله کابو ۱۰ تنه هېوادوالو ژوند بایللی او په ټول هېواد کې ۸ تنه نور پټيان شوي دي، څه باندې ۱۰۰ کورونه په جزي او کلي ټول ویجاړ شوي او د هېوادوالو حاصلات یې هم زیان رسولی دی.»
د ننګرهار ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سیفالله خالد هم وویل:«تېره شپه د ننګرهار ولایت د جلال اباد شاوخوا سیمو کې شدید باران او سېلاب له امله اوومه ناحیه زیانمن شوې، د چمتلې سیمه ده.»
د سېلابونو راتلو د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
د لوګر اوسېدونکی شېر محمد وايي:«سېل زموږ د لوبیا کښت له منځه یوړل، یو جریب ځمکه مې لوبیا کرلې وه.»
د لوګر بل اوسېدونکي میر نعمان هم وویل:«کومه ځمکه مو چې، لرله سېل خرابه کړه. په دغې ځمکه مې کچالو کرلي وو.»
د لوګر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري سعید الله بدر څرګندوي:«سېلابونو د خلکو کروندې ویجاړې کړې دي.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې او ویلي دي، هیله من دی چې، اړوندې ادارې د هغوی پر ستونزو غور وکړي.
ښاغلي کرزي ویلي:«له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ له ګرانو هېوادوالو په ځانګړې توګه له مرستندویه ادارو او ملي سوداګرو هیله کوم چې، د قربانیانو مرستې ته ورودانګي او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو ته پام وکړي.»
افغانستان له اقلیمي بدلونونو یو اغېزمن هېواد دی او هر کال طبیعي پېښې هېوادوالو ته ستر مالي او ځاني زیانونه اړوي.