Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شهیدانو او معلولانو وزارت: په یوه کال کې مو ۱۵ مېلیارده افغانۍ ورکړي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نن (چهارشنبې، د زمري په ۳۱مه) په خپل کلني راپور کې وايي، په تېر کال کې له ۶۰۰ زره ډېرو معلولینو، یتیمانو او کونډو ته څه باندې ۱۵ مېلیارده او ۴۰۷ مېلیونه نغدې افغانۍ وېشل شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال همداراز زیاتوي، له دې ډلې څه د پاسه ۱۲۲ زره یتیمان، معلولین او کونډې د تېر حکومت دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني په دغه پروګرام کې وویل:«په دغه یوه کال کې، له تېر اسد څخه تر دې اسده پورې، ۱۵ مېلیارده او ۴۰۷ مېلیونه ۳۸۲ زره ۷۰۸ افغانۍ د میاشتنیو نغدي مرستو په توګه حواله شوي دي.»

د مسوولانو په خبره، په ټول هېواد کې له ۶۵۳ زره څخه ډېر یتیمان، کونډې او معلولین پېژندل شوي او له ۲۶۳ زره زیات يې په سیسټم کې ثبت کړي دي. دوی وايي، څه باندې ۲۸ زره کونډې، یتیمان او معلولین غیر مستحق ګڼل شوي او د ډیټابیس له سیسټمه يې ایستلي دي.

ښاغلی حقاني په دې هکله څرګندوي:«تېر مالي کال کې، ۲۷۱ زره او ۵۵۲ تنو یتیمانو معلولانو او کونډو تصفیه ترسره کړې چې، د تصفیې په ترڅ کې، ۲۸ زره او ۱۸۳ تنه د نغدي مرستو، د منظور شوې طرحې له مخې غیر مستحق ګڼل شوي دي.»

کلیم الله افغان زیاتوي، تېرکال کې۱۲۰ معلولینو او یتیمانو ته په فني او حرفوي برخو کې زده کړې ورکړل شوي او تر ۸۹ زره ډېر کسان د خوراکي او غیر خوراکي توکو له مرستو برخمن شوي دي.

د ښاغلي افغان په خبره، دوی په کندهار، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې د یتیمانو او شهیدانو وارثینو ته ښارګوټې جوړوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس څرګنده کړه:«طرحې په پام کې نیول شوي او تر یوې اندازې پورې په دې کې پرمختګونه هم شوي دي. یعنې که ووایو په کندهار کې او همدارنګه په غزني او ځينو نورو ولایتونو کې د ښارګوټو تشخیص شوی دی.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت له ۶۷ خیریه بنسټونو سره د څه باندې ۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو تړونونه لاسلیک کړي چې، مستحقو او بې‌وزلو ته يې خدمتونه وړاندې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه