Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر چینه د واخان سړک د لومړنيو کارونو پای ته رسېدل

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې، د واخان دهلیز لومړني کارونه چې، په کې د سړک جوړول، کیندنه، او د دغه دهلیز د ۵۰ کیلومټره جغل اچونه شاملېږي، پای ته رسېدلي دي.

د دغې لارې د جوړولو چارې چې، بدخشان ولایت د چین له یارکند سیمې سره نښلوي د ۵۰ کیلومتر په اوږدوالي سره پروسږکال د کوچني پامیر له بزای ګُنبد سیمې پیل شوی. اوس له یوه کاله وروسته د دغه سړک د جوړولو چارې د چین او افغانستان تر منځ د ګډې پولې صفري نقطې ته رسېدلې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو ویلي چې، د واخان سړک جوړول له چین سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند نجیب‌الله هارون طلوع‌نیوز ته وايي:«د بدخشان واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد سیمې څخه د چین تر صفري ټکي، د خامه سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د ۵۰ کیلومټرو په اوږدوالي او د ۳۶۹ مېلیونه افغانیو په لګښت پای ته ورسېدې.» 

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که په دغه ولایت کې بنسټيزې پروژې عملي شي؛ نو دوی ته به هم کاري زمینې برابرې شي.

د بدخشان اوسېدونکی معراج‌الدین طلوع‌نیوز ته وویل:«د ورېښمو لار د بدخشان خلکو له پخوانۍ هیلو څخه ده او موږ ډېر خوشحاله یو چې، دغه لار پرانیستل شي او د سوداګرۍ لپاره دې استفاده شي.»

د بدخشان د پامیر اوسېدونکی قره خان وايي:«سړکونه دې جوړ شي، پل او پلچکونه دې جوړ شي. له چین سره دې تګ راتګ زیات شي او افغانستان دې له چین سره ونښلول شي.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د واخان دهلېز له لارې د افغانستان او چین په نښلېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لاپسې پراخې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل وویل:«په هغه صورت کې چې، دغه لار د افغانستان پر مخ پرانیستل شي، فکر کوم، کولای شو چې، د کانونو او اومه توکو ټول محصولات چین ته صادر کړو.»

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان څرګندوي:«په هغه صورت کې چې، د واخان دهلیز بشپړ شي او افغانستان له چین سره ونښلوي، د کانونو په استخراج، چین ته د اومه کاني توکو صادرات او له چین څخه واردات ډېر مهم دي.»

د ویلو ده چې، د واخان دهلېز د بدخشان له مرکزه د چین تر یارکند سیمې نږدې ۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د واخان دهلېز له لارې د افغانستان او چین په نښلېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لاپسې پراخې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه