ايراني پلاوی وایي، کابل او تهران له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د معلوماتو د تبادلې په برخه کې هوکړه کړې ده.
ايراني رسنيو د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر د مرستيال، محمد زراعي په حواله لیکي چې د تجربو لېږد، د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ګډو کمېټو جوړول د کابل او تهران نوي هوکړه ليکونه دي.
محمد زراعي ویلي: « د افغانستان له سرپرست حکومت سره تازه هوکړې د نشه یي توکو په برخه کې د اطلاعاتو لېږد، دغه برخه کې د تجربو لېږد، د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول او د اطلاعاتو د لېږد لپاره د کمېټو جوړېدل دي او افغان مسوولینو هم د دغو برخو غوښتنه وکړه.»
د پوځي چارو شنونکی، کامران امان وایي: « هیله لرو چې اسلامي امارت د نشه یي توکو مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او لمنځه یې یوسي.»
محمد زراعي ټينګارکوي چې د مخدره توکو پر وړاندې به جدي او پلان شوې مبارزه وشي.
بلخوا، د سیاسي چارو شنونکي له نشه يي توکو سره مبارزه ستایي او زیاتوي چې له دې ښکارندې سره ګډه مبارزه به د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي، سید مقدم امین و ویل: « دغه هڅه کولای شي د دواړو هېوادونو د امنیت په برخه کې ګټوره اوسي او د دواړو هېوادنو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.»
د کورنیو چارو وزارت وایي، که څه هم په دې تړاو له ایران سره رسمي هوکړه نه ده شوې خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د نشه یي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې ډاډ ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه