د مزارشریف ښار په شهرنو سیمې کې پر شپیته جریبه ځمکه د ازبیکستان په مالي ملاتړ یوه مدرسه جوړيږي.
مزارشریف کې د ازبیکستان سرکونسل وايي، د دغې مدرسې پر جوړولو ۶ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي او د زر تنه زده کوونکو د ځایولو وړتیا به لري.
فرقت نظر اوف وایي، دغه مدرسه د بلخ د والي په غوښتنه جوړیږي.
هغه زیاته کړه: « موږ دغې پروژې لپاره یو کال په پام کې نیولی دی چې تر راتلونکي یو کاله دغه پروژه بشپړیږي.»
د بلخ سیمهییز مسوولین او یو شمېر زده کوونکي د ازبیکستان له لوري د دغې مدرسې جوړولو ته خوشاله دي او وايي، ورځ تربلې د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی پياوړی کېږي.
دوی د مدرسې جوړول دغه راز د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام ګڼي.
د بلخ د والي مرستیال، نور الهادي ابو ادریس و ویل: « دا د اسلامي امت همغږي ښیي. د مسلمانانو ترمنځ یووالی ورځ په ورځ پیاوړی کیږي.»
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، ذبیح الله نوراني و ویل: « دا مدرسه د افغانستان په کچه تر ټولو ستره مدرسه ده، د دغې مدرسې پر اساس زموږ د ښوونې برخه پیاوړې کیږي.»
د بلخ د پوهنې رییس، عبدالجلیل شهید خېل بیا وایي: « د دغې مدرسې جوړول به انشاالله د افغانستان او ازبیکستان اړیکې پیاوړې کړي.»
مزارشریف کې د ازبیکستان سرکونسل له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا ډاډ ورکوي او زیاتوي چې ډېر ژر به افغانانو ته د دغه هېواد تحصیلي او سوداګریزې ویزو ورکړه بېرته پیل شي.