عدلیې وزارت د اسلامي امارت د مشر له لوري د امرباالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت لپاره د قانون له توشیح خبر ورکوي.
دا قانون په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې توشیح شوی، چې د امربالمعروف اړوند په کې بېلابېلې برخې تشریح او دغه راز محتسبین هم په ځینو برخو مکلف شوي دي.
په دغه قانون کې له منکراتو د خلکو منع کول، د محتسیبینو صفات او شرایط، د حجاب احکام، د ښځو ستر او د محتسیبینو مسوولیتونه یاد شوي دي.
د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي په دې اړه و ویل: د دغه قانون پر بنسټ د امربالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د اسلامي شریعت او د حنفي فقهې له حکمونو سره سم د معروفاتو په امر کولو او له منکراتو په منع کولو او د خلکو ترمنځ د سولې او ورورولۍ پر تامین او له قومي، ژبني او سمتي تعصبونو پر منع کولو مکلف دي.
د دغه قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو مخ پټول ضروري او په لوړ غږ یې غږېدل عورت یاد شوی دی.
.دغه قانون کې راغلي چې له عاقل او بالغ محرم پرته په موټر کې د ښځو تګ راتګ منع دی
په دغه ماده کې راغلي:
۱: د ښځو د ټول بدن ستر لازمي دی
۲ د فتنې له وېرې د ښځو د مخ پټول
۳: په لوړ غږ د ښځو غږ عورت دی
۴: له نازکو، لنډو او چسپو کالیو د ښځو منع کېدل
۵: د نامحرمو پر وړاندې د ښځو د مخ او بدن پر پټولو د هغوی مکلفیت
د ښځو د حقونو چارو فعاله، تفسیر سیاه پوش په دې اړه وايي: دلته باید ولیدل شي چې څومره د خلکو غوښتنه په پام کې نیول شوې ده. که ولیدل شي، مخ عورت نه دی خو بیا هم چې دوی غوښتي موږ هماغه ډول کړي دي. خو ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتیږي.
د دغه قانون په شلمه ماده کې راغلي، چې له ټایپ، راډیو او نورو دغه ډول وسایلو ناسمه ګټه اخیستنه منع ده.
۱: د هغو مطالبو نشرول چې له شریعت او مذهب خلاف نه وي
۲: د هغو مطالبو نشر، چې د مسلمانانو سپکاوی او توهین په کې نه وي شوی
۳: د هغو مطالبو نشر چې د روح لرونکو شیانو عکسونه په کې نه وي
دیني عالم، حسیب الله حنفي بیا په دې اړه وايي: د سعودي علما او د هند یا پاکستان چې کوم علما دي هغوی په دې نظر دي چې ویډیو، تلویزیون، رسنۍ یا کوم څه چې ډيجیټلي دي دا د وخت اړتیا ده او دا د عکس په حکم کې هم نه راځي.
د دغه قانون په ۲۲مه ماده کې راغلي، چې د نکټايي اغوستل، له یوې قبضې د زیاتې ږیرې کمول، د شریعت خلاف د وېښتانو جوړول، له کفارو سره دوستي او له هغوی سره ورته والی په منکراتو کې حسابیږي.