د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وایي، چې د اسلامي قوانینو په عملي کولو کې به له هېچا سره تعامل ونه کړي.
محمد خالد حنفي بلخ ولایت کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال وایي، چې شریعت د اسلامي امارت سره کرښه ده او د دغه وزارت له محتسبینو یې وغوښتل، چې د اسلامي امارت مشر له لوري تازه نافذ شوی قانون عملي کړي.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي وايي: د شریعت تطبیق او حجاب دا زموږ سره کرښه ده. په دې اړه موږ له چا سره تعامل نشو کولای. خدای مه کړه که څوک دا وايي چې امربالمعروف او نهې عن المنکر مه کوئ، حجاب مه یادوئ نو دا شل کاله موږ قرباني د څه لپاره ورکړې ده.
د بلخ د والي مرستیال، نورالهادي ابو ادریس هم و ویل: دا انسانانو مسوولیت دی چې امر په معروف او نهې له منکر وکړي. که څوک منکر کار کوي یا د شریعت خلاف کار کوي او موږ یې وینو یا یې اورو باید مخنیوی یې وکړو.
ښاغلی حنفي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي، چې د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه د افغانستان په کورنیو چارو، په ځانګړي ډول پر ښځو د محدویتونو په برخه کې لاسوهنه کوي، خو په غزه کې د مېرمنو او ماشومانو پر وژنه سترګې پټوي او چوپتیا یې غوره کړې ده.
حنفي و ویل: نن د فلسطینیانو هغه مظلومیت چې کوم مسلمان، په نوم مسلمان ويني درک کوي یې. چې هغه یهوديزم نه زموږ ماشومان پرېږدي او نه زموږ خویندې پرېږدي او بمبارۍ پرې کوي.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په داسې حال کې د حجاب او اسلامي شریعت پر عملي کولو ټینګار کوي، چې تازه د دغه وزارت قانون د اسلامي امارت مشر له لوري نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.