Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قزاقستان د ا.ا ډيپلوماټ د افغانستان سفارت د چارسمبالي په توګه ومانه

اسلامي امارت د قزاقستان له لوري په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت لپاره د سرپرست حکومت د چار سمبالي منل کېدل یو ښه سیاسي پرمختګ ګڼي او هغه ستايي.

په متحده عربی اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر د باورلیک له منلو وروسته، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په قزاقستان کې یې د اسلامي امارت د ډیپلوماټیکې استازولۍ مشر، محمد رحمان رحماني په استانه کې د اسلامي امارت د ډیپلوماټيک ماموریت د مشر په توګه ټاکل تایید کړي دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، دا پرېکړه د کابل او استانې تر منځ د سوداګريزو، اقتصادي او بشري همکاریو د پراخولو په موخه شوې ده.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې زیاته کړې: د قزاقستان جمهوریت د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو، اقتصادي او بشري همکاریو د پراخولو مهمې موخې لپاره، محمد رحمان رحماني د افغانستان د استازي په توګه ومانه.»

له بلې خوا، اسلامي امارت په استانه کې د اسلامي امارت د چارسمبالي منل د سیاسي اړیکو پراختیا بولي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت و ویل: د اسلامي امارت ډيپلوماټ محمد رحمان رحماني یې د افغانستان د سفارت د چارسمبالي په توګه منلی دی. دا په سیاسي ډګر کې د پام وړ پرمختګونه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیر په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه د بدر الدین حقاني باورلیک ومانه.

تر دې وړاندې بي‌جینګ هم بلال کریمي د اسلامي امارت د سفیر په توګه منلی وو.

خو د بېلابېلو هېوادونو له لوري د اسلامي امارت د سفیرانو منل به د کابل او نړۍ ترمنځ اړیکې څومره پیاوړې کړي؟

د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی یې په اړه وايي: په قزاقستان او متحده عربي امارتو کې د افغانستان د سفارت چارسمبالو منل دا ډيپلوماټیکو اړیکو هغه برخه ده چې د افغانستان په ګټه ده. موږ اړتیا لرو چې له نورو هېوادونو سره په ځانګړې توګه له اسیايي هېوادونو سره باید په اړیکه کې اوسو.

د سیاسي چارو شنونکی، مقدم امین هم بیا وايي: له حقوقي پلوه ځينې اړیکې شته خو سټراټيژیکې اړیکې بیا داسې دي چې مخکې له مخکې د ځينو په اړه یې باید فکر وشي. په دې برخه کې باید اسلامي امارت له نورو هېوادونو مخکې وي.

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو اوس مهال یې شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې فعالې ډیپلوماټیکې استازولۍ او سفارتونه فعال دي.

شریک یي کړئ