Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر نوي چارسمبالي له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د قطر له نوي چارسمبالي سره کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قطر چارسمبالي په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

په دغه کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د قطر د نوي چارسمبالي ټاکنه د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بللې او د کابل او دوحې ترمنځ اړیکې یې ستایلې دي.

د سیاسي چارو شنونکي، ناصر شفیق و ویل: قطر په سیمه کې او د لویدیځو لپاره ډېر ښه هېواد دی. اسلامي امارت لپاره هم ډېر ښه تاریخ لري. ځکه د قطر غونډه یا نې د دوحې غونډه ددې لامل شوه چې امارت ورته اهتمام وکړي او هغوی یې هم ورته وکړي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د دوحې او کابل ترمنځ د اړیکو پراختیا کولای شي، چې له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل زیات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی، سید منصور انصاري وايي: یوازې د امن او سولې په برخو کې نه بلکې د پرمختګ په برخه کې به هم ښه رول ولوبوي. خو که قطر په دغه برخه کې هڅه وکړي او له جګړې وروسته هېواد کې د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

که څه هم اسلامي امارت په تر اوسه د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو په تېرو درې کالو کې توانېدلی، چې په ۴۰ هېوادونو کې سفارتونه او فعالې دیپلوماتیکي استازولۍ ولري.

شریک یي کړئ