د عدلیې وزارت سرپرست د ترکیې د علماو له یوه پلاوي سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت چمتو دی چې، د ترکیې د علماو له تجربو ګټه واخلي.
په مذهبي چارو کې د ترکیې ریاست مرستیال کابل کې د عدلیې وزارت له سرپرست سره کتلي، چې په افغانستان کې یې د قانون جوړونې او عدالت په اړه خبرې کړې دي.
په دغه کتنه کې د عدلیې وزارت سرپرست ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ټول قوانین، له قران، سنتو او حنفي فقهې پر بنسټ دي.
ترکي پلاوي په دغه کتنه کې د افغانستان او ترکیې تاریخي اړیکو ته په اشارې ویلی، دواړه هېوادونه کولای شي چې د یو بل له تجربو ګټه واخلي.
د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي په دې اړه و ویل: په افغانستان کې د قانون پلي کولو او عدالت د تطبیق په اړه خبرې وشوې. ټینګار پر دې وشو چې د افغانستان ټول قوانین د الله له کتاب او سنتو او حنفي فقهې له معتبرو سرچینو اخیستل کیږي.
دغه پلاوي د پوهنې وزارت له ویاند سره هم لیدلي، چې د تاریخي اړیکو او ښوونیز سیسټم پر پیاوړتیا او ګډ کار په اړه یې خبرې کړې دي.
د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه وايي: د دواړو هېوادونو له لوري، د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا او د هېواد راتلونکو ته ښه خدمتونه وړاندې کول په پام کې نیول او د نورو ښوونیزو مسایلو په اړه خبرې وشوې.
د چارو یو شمېر شنونکي بیا د کابل او استانبول ترمنځ د اړیکو پراختیا د زدکړو او کلتور په برخه کې مهمه بولي
د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي په دې اړه و ویل: له تېرو لسو یا پنځلسو کلونو راهیسې ترکیه د پوهنې په برخو کې همکاري کړې ده. د ترکیې بنسټ یادولای شو، افغان ترک هم ګڼ نور مرکزونه هم لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې دغې ترکي پلاوي ویلي چې افغان زدکوونکو ته د زدکړو زمینې په برابرولو کې خپلې ټولې هڅې کوي.