د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوعنیوز ته وايي چې، په وروستیو دوو کلونو کې په هېواد کې د نشهيي توکو کابو ۱۵۰۰ کارخونې لهمنځه وړل شوې دي.
ښاغلی فطرت وايي چې، د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو راهیسي، د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې جدي مبارزه شوې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله ویلي:«د نشهيي توکو پر وړاندې قوي مبارزه شوې ده، د دغې دوه کلنې مبارزې په ترڅ کې شاوخوا ۱۵۰۰ د نشهيي توکو د تولید فابریکې او د پروسس کارخونې او زېرمې یې لهمنځه وړل شوي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال دغهراز له سیمې او نړۍ غواړي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له سرپرست حکومت سره ګډه همکاري وکړي.
حمدالله فطرت څرګندوي:«د نشهيي توکو د قاچاق موضوع یوه نړۍواله ننګونه ده، په کار ده چې، د سیمې او نړۍ هېوادونه او ټول هغه ښکېل اړخونه چې، له دغې برخې څخه زیانمنېږي دوی دې له افغانستان سره د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.»
تر دې وړاندې د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې اعلان کړی و چې، د روسیې د استخباراتي خدمتونو په همکارۍ یې د افغانستان ۵۰ کیلوګرامه مخدره مواد کشف او ضبط کړي دي. دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې دغهراز له افغانستانه د نشهیي توکو د قاچاق د لارې د تړلو خبر ورکړی دی.
د روسیې او قزاقستان په ګډه اعلامیه کې راغلي:«د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې د روسیې د استخباراتي خدمتونو په همکارۍ د افغانستان ۵۰ کیلوګرامه مخدره توکي کشف او ضبط کړي دي. کشف شوي مخدره توکي چرس وو او په تور بازار کې یې ارزښت شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره دی.
د سیاسي چارو شنونکي معین گل څمکنی په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«حکومت باید دوی ته قناعت ورکړي؛ ځکه دا حق دی، د دغو موادو پر سر افغانان تورنېږي چې، دا په خپله بیا له نړۍوالو سره زموږ پر اړیکو منفي اغېزه کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم یوې امریکايي ورځپاڼې په هېواد کې د نشهيي توکو د لویو زېرمو د شتوالي راپور ورکړی و؛ خو اسلامي امارت دغه خبره ردوي او وايي چې، په تېرو دوو کلونو کې یې په افغانستان کې د نشهيي توکو ټولې زېرمې لهمنځه وړي دي.