د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د قطر سفارت له چارسمبالي، مردف القاشوطي سره کتلي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې د مردف القاشوطي په حواله لیکلي، چې قطر له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او غواړي بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکارۍ پراخې کړي.
القاشوطي زیاته کړې، چې قطر افغان ځوانانو ته د بانکوالۍ په برخه کې د وړتیا لوړونې په موخه لنډمهالي ښوونیز پروګرامونه جوړوي او په خبره یې، دغه هېواد د کابل او دوحې ترمنځ د مستقیمو الوتنو په پار هم هڅه کوي.
مولوي عبدالکبیر دغه کتنه کې اسلامي امارت د قطر د اړیکو د پراختیا او همکاریو هرکلی کړی او ویلي یې دي: « په دوحه کې د افغانستان په اړه د قطري چارواکو په همکارۍ جوړېدونکې غونډې د قدر وړ دي.»
مولوي عبدالکبیر دغه راز ویلي، قطر د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل له دوحې سره په سیاسي، اقتصادي، ښوونیزو، صنعتي او سوداګریزو برخو کې همکاریو ته لېواله دی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دغه کتنه کې د فلسطین د موضوع په تړاو د قطر دریځ ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د فلسطین یو خپلواک دولت غواړي.