Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بامیان کې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی

د روان هجري- لمریز کال له پیله تر دې دمه په بامیان کې ۶۸ ترافیکي پېښې رامنځته شوي او له امله یې ۲۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت سیمه‌ ییز مسوولین وایي، په مړو شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

بامیانو کې پاسو ډوله موټر چې لس کسان پکې سپاره وو، د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د بامیان - بند امیر پر لاره له سړکه وتلی او چپه شوی دی، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان وو.

د بامیان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر، امرالدین امیري و ویل: « غوښتل یې چې له بل موټره مخکې شي، نو مخ ته یې یو بل موټر راغلی او دا اړ شوی، چې خامې ته واوړي. د اوښتو لامل یې ډېر سرعت او ناسم مخکې کېدل یادولای شو، نو په دغه ټکر کې څلور کسان مړه دي.»

د بامیان امنیه قومندانۍ ویاند وایي، چې د روان کال له پیله تر دې دمه د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۶۸ ترافیکي پېښې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۲۰ تنو ژوند بایللی او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د بامیان امنیه قومندانۍ ویاند، محمد خواني رسا په دې اړه و ویل: « د روان ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه په بامیان کې نږدې ۶۸ ټرافیکي پېښې شوې دي. په دوی کې ۲۰ تنه مړه او ۳۸ نور ټپیان دي.»

د بامیان اوسېدونکي او موټر چلوونکی د سیلانیانو زیاتوالی، غیر معیاري سړکونه، د ترافیکي نښو نښانو نشتون او د موټر چلوونکو بې غوري، د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بولي او له مسوولینو غواړي، چې د مخنیوي په پار یې تګلاره جوړه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه