د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر مشر، د یوناما له سیاسي مشر سره په کتنه کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د دوحې درېیمې ناستې د ژمنو پر عملي کېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ذاکرالله ذاکر په دغه کتنه کې ویلي، په افغانستان کې ټول بشري حقونه تامین او ټول قوانین د اسلام په چوکاټ کې جوړیږي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت و ویل: "په دغه غونډه کې سېمټ و ویل چې د یوناما او اسلامي امارت ترمنځ د باور فضا رامنځته شوې او هیله یې څرګنده کړه چې له نورو هېوادونو سره هم د اسلامي امارت تعامل زیات شي او اړیکې پیاوړې شي."
د سرچینې د معلوماتو لمخې، ذاکرالله ذاکر په دغه کتنه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ډيپلوماټانو کار ته درناوی لري او غوښتنه کوي چې دوی باید د افغانستان قوانینو ته پابند وي.
د سیاسي چارو شنونکی، محمد اسلم دانشمل په دې اړه وايي:" اسلامي امارت باید دغه نړۍوال منشور ته چې د ګډو ګټو او نظم ساتلو په موخه رامنځته شوی، درناوی وکړي او ژمن ورته پاتې شي."
د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځي هم و ویل:" غوره به دا وي چې اسلامي امارت د خپلو پالیسیو، حکومونو او فرمانونو له امله نړۍ ته نږدې شي او دا کوم ابهامات او ګونګ وضعیت چې دی دا پایته ورسیږي."
د یوناما د سیاسي برخې مشر په دغه کتنه کې ویلي، دوی به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی، جاوېد مومند وايي:" یوناما هم د افغانستان اړوند رښتینی تصمیم نه نیسي. ځکه د نړۍوالو قوتونو تر اغېز لاندی دی او هڅه کوي چې له نړۍوالو سره په تقابل کې نه وي."
د رییس الوزرا د سیاسي دفتر مشر دغه راز غوښتنه کړې چې په راپورونو کې باید د افغانستان رښتینی تصویر نړۍ ته وړاندې شي.
هغه دغه راز ویلي، غونډې او بحثونه د نړۍ او اسلامي امارت د نږدې والي سبب کېږي.
په دې اړه مو اندونه