د پنجشیر والي وايي، د دغه ولایت ۶۰۰ ځوانان د اسلامي امارت د مشر د امر پر بنسټ د دفاع وزارت په لیکو کې جذب شوي دي.
د محمد اغا حکیم په خبره، په نږدې راتلونکې کې به دوه زره نور ځوانان هم کورنیو چارو وزارت لیکو ته جذب شي.
د دفاع وزارت لیکو کې د پنجشیري ځوانانو لپاره د ځانګړو شویو ۶۰۰ بستونو له ډلې وروستۍ ۲۰۰ کسیزه ډله اوس د پنجشیر د جلب او جذب له مرکزه دفاع وزارت ته استول کیږي.
پنجشېر والي و ویل: « د امیر المومینین له لوري د پنجشېر ځوانانو ته یو استثنایي حکم و چې د دفاع وزارت په ملي اردو کې جذب شي، دغه بهیر دوام لره، تېره ورځ د دفاع وزارت جلب او جذب مرکز ته له پنجشېره واستول شول.»
د پنجشیر د جلب او جذب قوماندانۍ مسوول، حسن البناء حدید و ویل: « د هغو چې عمر یې له ۱۸ تر ۲۱ کلونو و ورته منظور شوي و، موږ هڅه کړې چې شپږ سوه کسان پوره کړو، الحمدالله دوه سوه نور هم چې پاتې و، سل مو تېره ورځ ولېږل او سل نن لېږو او پوره شول. دفاع وزارت پنجشېر ته یوه نوې سهمیه ورکړې ده.»
د دفاع وزارت په لیکو کې جذبېدونکي ځوانان خوښ بریښي او له مسوولینو غواړي چې د دغه ولایت نورو ځوانانو ته هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خدمت زمینه برابره کړي.
د پنجشېر اوسېدونکی، رامین وایي: « د اسلامي امارت د اردو جلب و جذب ته چمتو یو، غواړو دنده واخول، سبا پخیر استول کیږو.»
د پنجشېر بل اوسېدونکي، محمد ناظم و ویل: « موږ ډېر خوښ یو چې اسلامي امارت موږ ته دغه زمینه برابره کړه چې ځوانان راشي او ملي اردو ته کار وکړي.»
تر دې وړاندې د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو ویلي و چې اسلامي امارت ځواکونه په ښه ډول روزلي او مجهز کړي دي او هېواد پیاوړی نظام لري.