د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه غونډه کې وایي چې، افغانستان د یوې منظمې تبلیغاتي جګړې هدف ګرځېدلی او راپورونه یو اړخیز او غرضي شوي دي.
امیر خان متقي په دې غونډه کې د اسلامي امارت د تېرو درېیو کلونو د لاستهراوړنو خبره کوي؛ خو زیاتوي چې، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره، د سرپرست حکومت د مبارزې سره سره، بیا هم پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لګول شوي او د نوموړي په باور، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو حق هم په ناعادلانه توګه اخیستل شوی دی.
ښاغلي متقي زیاته کړه:«په غیر منصفانه ډول د رسمیت مشروع حق ور څخه اخیستل شوی او ان په نړۍوالو تخصصي سازمانونو کې د استازیتوب غیر انکاري حق ترې اخیستل شوی او د دې سربېره د یوې منظمې تبلیغاتي جګړې هدف او د یو اړخیزو مغرضو راپورونو موضوع ګرځول شوی دی.»
ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو پر جوړولو ټینګار کوي او له هغوی غواړي چې، د اسلامي امارت پر چارواکو د لګول شوي بندیزونو د لېرې کېدو او د افغانستان د کنګل شوې پیسو د ازادېدو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله وايي:«زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې، ټول هېوادونه باید د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنیو د ازادولو او د افغانستان اقتصادي او د افغانستان د اسلامي امارت د مشرانو څخه د سفري بندیزونو د لېرې کولو لپاره، جدي هڅې وکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وویل:«په هغه صورت کې چې، افغانستان له نړۍ سره خپل سیاسي تعامل زیات کړي او سیاسي ستونزې کمې شي، له شک پرته، دا له دې سره مرسته کوي چې، پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه لېرې شي او کنګل شوې پیسې یې ازادې کړل شي.»
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د فلسطین مسئلې ته هم نغوته وکړه او د دې قضیې لپاره یې دایمي او د بېړنۍ حل لارې غوښتنه وکړه.
په دې اړه مو اندونه