یو شمېر متقاعدینو یو ځل بیا د تقاعد حقوقو د نه ورکړې له امله لاریون وکړ او له اسلامي امارته یې د خپلو حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.
دوی وايي، نور له لاریونونو ستړي شوي دي.
متقاعد، عبیدالله و ویل: « په کرایي کور کې ژوند کوم، هر ورځ په وږي نس دلته راځم، کورنۍ مې وږې ده، هر ورځ ځم او راځم، زموږ حق دی را دې کړي.»
بل متقاعد، نصرالله و ویل: « موږ سره ژمنې کوي، چې دغه میاشت کې کېږي، دغه بله میاشت کې کېږي، که په ریښتیا امیرالمومنین وي، نو باید د حضرت عمر (رض) لاره وڅاري، چې هر څه ښه اوسي.»
دغه متقاعدین وایي، د خپل عمر ډېر کلونه یې په دولتي ادارو کې د هېواد خدمت ته ځانګړي کړي وو، خو اوس چې متقاعد شوي، اسلامي امارت یې د تقاعد حقوق نه ورکوي او تر اوسه د دوی غوښتنو ته هم پام نه دی شوی.
متقاعد، ګلاب ګل و ویل: « درې کاله کېږي چې موږ دلته راځو او د تبلیغاتو بازار هم تود دی، موږ ته هر ډول خلک تبلیغات کوي، چې نن او سبا کې درې کاله شول، موږ سره ذبیح الله مجاهد او اسلامي امارت نورو مشرانو ژمنې وکړې، خو زموږ حقوق رانکړل شول.»
متقاعد، محمد قاسم و ویل: « که پیسې نه لري، نو زموږ شتمني دې وپلوري او زموږ پیسې دې راکړي موږ هر څه چې کور کې لرل، ومو پلورل.»
تر دې وړاندې هم متقاعدینو د مالیې وزارت، یوناما او د تقاعد د خزینې ریاست مخې ته راټول شوي وو، څو یې غوښتنو ته پام وشي او حقوق یې ورکړل شي. که څه هم اسلامي امارت تازه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي و، چې د متقاعدینو موضوع د اسلامي امارت مشر حل کړې او د یوه میکانیزم له مخې به عملي شي.
په دې اړه مو اندونه