د اسلامي امارت مشر شیخهبتالله اخندزاده د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د نوي قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت مشر فاریاب ولایت ته په خپل سفر کې همدارنګه زیاته کړې چې، په هېواد کې باید له بېاتفاقۍ، تبعیض، قوم پالنې او ژبپالنې څخه ډډه وشي.
د فاریاب ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې راغلي:«د اسلامي امارت مشر په خپلو خبرو کې ټولو امارتي ادارو ته که ملکي وي که نظامي، ټینګار وکړ چې، باید د الهي حدودو په تطبیق، د خلکو د سر او مال د امنیت په ټينګښت، د مدرسو د طالبانو، د ښوونځیو د زدهکوونکو او د پوهنتونونو د محصلانو د ښې ښوونې او روزنې او په ټولنه کې د امر بالمعروف د تطبیق لپاره جدي هڅې وشي. هغه مسوولان چې، په راس کې دي، باید د شهیدانو، ټپیانو، معلولینو، او د هغو کسانو کورنۍ چې، پرون په سخت حالت له دوی سره اوږه په اوږه په سنګرونو کې وو، نن چې، دوی سوکالۍ ته رسېدلي، هېر نهکړي.»
د فاریاب ولایت د چارواکو په خبره، د اسلامي امارت مشر همدارنګه ټينګار کړی چې، د زمري ۲۴مه نېټه به د «یوم الفتح» په نوم هم ونومول شي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«که دغې ورځې ته په ملي کچه د «یوم الفتح» نوم ورکړل شي، فکر کوم چې، دا به په راتلونکي کې هم مستحکمه پاتې شي او همهشموله او هم نظره به وي.»
د ښځو د حقونو فعاله فاضله سروش هم څرګندوي:«غواړو داسې بدلون رامنځته کړي چې، له ملت سره جوړجاړی ولري، او د ملت غوښتنو ته غاړه کېږدي او د ملت ترڅنګ ولاړ وي.»
له دې سره هممهاله، د فاریاب ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې د اسلامي امارت د مشر پر سفر خوښي څرګندوي ځينې غوښتنې هم لري.
د فاریاب اوسېدونکی علاءالدین د طلوعنیوز خبریالې ته وايي:«زموږ هیله دا ده چې، فاریاب ولایت ته ډېره پاملرنه وشي، خلک اړمن دي، د دغه ولایت د اوبو بندونه فعال شي او خلک له اړې خلاص شي، او همدارنګه د فاریاب ولایت سړکونه چې، په وروستیو سېلابونو کې ویجاړ شوي، اړتیا ده چې، دغه سړکونه بیاورغول شي.»
د فاریاب بل اوسېدونکی شجاعالدین هم څرګندوي:«د فاریاب د یوه اوسېدونکي په توګه، له امیرالمومنین صاحب څخه هیله کوم چې، په دغه ولایت کې سړکونه جوړ کړي، د اوبو بندونه جوړ او پرژوې پیل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت مشر بادغیس ولایت ته سفر کړی و او هلته یې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه