Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالله نوري: د اسلامي امارت په نظام کې، حتی د څارویو حقونه هم خوندي دي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي چې، د اسلامي امارت په نظام کې د بشري حقونه سربېره، حتی د څارویو حقونه هم خوندي دي.

نورالله نوري په غور ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د یوې سترې شخړې د حل په موخه جوړه شوې غونډه کې همدا‌راز زیاتوي، هېچاته به د وینې تویېدنې، تېري او د نورو د سپکاوي اجازه ور نه‌کړل شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست په دې اړه زیاته کړه:«په اسلامي نظام کې، د بشر حقونو سربېره، د څارویو حقوق هم خوندي دي.»

د سرپرست حکومت دغه چارواکی د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوي چې، هېواد کې د سترو او وړو شخړو حل د اسلامي امارت مهم لومړیتوب دی.

نورالله نوري وايي:«اسلامي امارت مسوولیت او هوډ لري: مسوولیت دا دی چې، د دښمنیو او بدیو د حل او فصل لپاره کوښښ وکړي.»

دا ستره قومي شخړه په غور ولایت کې د سردارخېل او تایمني قومونو ترمنځ د کرنیزو ځمکو پر سر رامنځته شوې وه چې، په‌کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په منځګړتوب پایته ورسېده او دواړه لوریو تر ۱۰۰ کلنې دښمنۍ وروسته یو بل په غېږ کې ونیول.

غور کې د تایمني قوم استازی عبدالرحمان مزمل په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«له ۱۳۰۳ کال راهیسې په رسمي توګه دولتي بنسټونو ته مراجعه شوې او تراوسه ختمه شوې نه‌وه. د انقلاب په لړ کې زموږ د دواړو لورو په لسګونه تنه ووژل شول.»

د سردارخېل قوم استازی نور احمد تقي زاده هم وايي:«دا پېښه الحمد‌الله نن حل شوه او موږ د قوم د استازو په توګه په‌کې حضور درلود.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په وروستیو درېیو کلونو کې یې په هېواد کې ۲۲۰۰ قومي شخړې حل کړي چې، ډېری هغه یې په ننګرهار، نورستان، بادغیس، جوزجان، سوېل ختیځه حوزه او د هېواد شمالي ولایتونو کې وې.

شریک یي کړئ