Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: ډېر ژر به د اسلامي امارت په ډپيلوماټیکو اړیکو کې د ښه بدلون شاهد وو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کامیرون کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې له پای وروسته، ترکیي ته په سفر کې ویلي چې، اسلامي امارت به په نږدې راتلونکي کې د ډپيلوماټيکو اړیکو په برخه کې د یوه ښه بدلون شاهد وي.

نوموړي په استانبول کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ له ډیپلوماټانو سره په کتنه کې ویلي چې، سرپرست حکومت په وروستیو ورځو کې په ډیپلوماټیکو اړیکو کې ښې لاسته‌راوړنې لرلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«په دې وروستیو کې، تاسې شاهد یاست چې، په ډیپلوماټیکه برخه کې، ډېرې سترې او لویې لاسته‌راوړنې لرلې دي. عربي متحده اماراتو زموږ تاسو سفیر ومانه، ګاونډي ازبیکستان هېواد زموږ او تاسو سفیر ومانه، ترکمنستان او قزاقستان زموږ او تاسو شارزدافیران ومنل او نور هېوادونه هم دي چې، په نږدې راتلونکي کې به یو ښه بدلون ووینو.»

ښاغلی متقي دغه‌راز زیاتوي چې، په اروپایي هېوادونو کې، د افغانستان د ځینو سیاسي استازولیو فعالیتونه، له مرکز سره د نه تعامل له امله بې اعتباره ګڼل شوي دي.

امیر خان متقي وایي چې، سرپرست حکومت د هېواد پر ټولو برخو حاکمیت لري او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د نشه‌یي توکو د کرکېلې له‌منځه وړل د اسلامي امارت له لاسته راوړڼو ګڼي.

هغه په استانبول کې، د اسلامي امارت د کونسلګرۍ له کارکوونکو وغوښتل چې، افغانانو ته په ښه توګه خدمتونه وړاندې کړي.

امیرخان متقي څرګندوي:«زموږ او تاسې ټول هېوادوال چې، کډوالۍ، بې‌وزلۍ یا سوداګرۍ په دلیل په ترکیه کې ژوند کوي، همدا کونسلګري او سفارت یې ګډ کور دی. کله چې، خپل کور ته ځي او په خپل کور کې یې عزت نه‌کېږي، طبیعي ده چې، خواشینی کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمن اوریا هم وايي:«د افغان حکومت بهرنۍ ډيپلوماټيکې اړیکې، په دوامداره توګه د پراختیا په حال کې دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره ټینګښت او نوې پراختیا مومي، له هغې ډلې ترکیې ته د ښاغلي متقي سفر، په خپله یوه ډيپلوماټيکه لاسته‌راوړنه ده.»

تر دې وړاندې هم، امیر خان متقي له اسلامي هېوادونو غوښتي و چې، پر اسلامي امارت د لګول شويو بندیزونه د لېرې کېدو لپاره هڅې وکړي او له اسلامي هېوادونو سره یې د اړیکو د پياوړتیا غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه