د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشېنري یا (UNHCR) ویلي چې، په افغانستان کې دمګړۍ څه باندې ۳ مېلیونه کورني بېځایه شوي او کابو ۶ مېلیونه د ګاونډیو او سیمې په هېوادو کې کډوال دي.
د ملګرو ملتونو سازمان دغه بنسټ همدارنګه زیاته کړې، د دې سربېره چې، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې؛ خو اوس هم په دغه هېواد کې کورني بېځایه شويو شمېر لوړ دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خبرپاڼه کې راغلي:«په افغانستان کې د جګړو له پای ته رسېدو سره سره، لا هم دغه هېواد ۳.۲ مېلیونه داخلي بېځایه شوي لري. دغهراز ۵.۸۲ مېلیونه نور افغانان د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې کډوال دي.»
غلام سخي چې، کلونه مخکې د ژوندي پاتې کېدو په پار له خپلې کورنۍ له کاپیسا کابل ته راغلی د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«له اسلامي امارت او نورو بنسټونو غواړم چې، موږ سروې کړي، موږ دلته په خراب حالت کې ژوند کوو. کاپیسا ولایت هم شهیدان ورکړي.»
داخلي بې ځایه شوی اغا شرین هم وویل:«زموږ په خپل ولایت کې یا په نورو ولایتونو کې موږ ته د سرپناه زمینه برابره شي. ډېری بېځایه شوي کور یا ځمکه نهلري، کهچېرې کور هم لري، کورونه یې ویجاړ شوي دي.»
له دې سره هممهاله، د کډوالۍ نړۍوال سازمان په تازه خپرو کړو شمېرو کې ویلي دي چې، په تېرې یوې اوونۍ کې د هغو کسانو شمېر چې، ایران او پاکستان ته ځي، ۱۱ سلنه زیات شوی او نږدې ۶۵ زره کسان له دغو دوو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي او څه باندې ۷۲ زره نورو کسانو دغو هېوادونو ته د تلو په نیت افغانستان برېښی دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي:«په دې اوونۍ کې افغانستان ته د راستنو شویو کسانو پرتله له افغانسانه د وتونکو خلکو شمېر۱۱ سلنه زیات شوی او دغهراز په دې اوونۍ کې له هېواده وتل او هېواد ته راتلل د تېرې اوونۍ پرتله ۲۱ سلنه زیات شوي دي.»
په دې لړ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې، په تېر یوه کال کې څه باندې ۷۰۰ زره او ۶۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«په تېر یوه کال کې کابو ۷۰۰ زره بېځایه شویو سره بشري مرستې شوي او همدا ډول ۱۷ زره او ۶۶۷ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.»
د افغان بې ځایه شویو او کډوالو په تړاو د سازمانونو اندېښنې په داسې حال کې دي، چې په وروستي یوه کال کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو اېستل زیات شوي دي.