د کورنیو چارو وزارت ویاند طلوعنیوز ته ویلي چې، په تېرو درې کلونو کې د پولیسو ۹۰ سلنه ځواکونو یونېفورم ترلاسه کړی او هڅه کېږي چې، د روان کال تر پایه د پولیسو ټول ځواکونه په نظامي یونېفورم سمبال شي.
عبدالمتین قانع همدارنګه ویلي چې، د دندې پر مهال، د پولیسو له خوا د یونېفورم نه مراعات کول سرغړونه شمېرل کېږي او بېلابېل سرغړونکي به مجازات شي.
ښاغلي قانع وویل:«تېر کال هم اکمال شوي وو، او پولیسو ته کابو ۹۰ سلنه یونېفورم رسېدلی وو، البته ۱۰ سلنه پاتې و او د پاتې کېدو لامل یې هم دا دی، ځينو شرکتونو چې، له موږ سره یې تړون کړی و، له بده مرغه زموږ اړتیاوو ته یې ونهکتل او ونهرسېدل.»»
د دغه وزارت ویاند وايي د اسلامي امارت هغه ځواکونه چې، په شخصي جامو کې دنده اجرا کوي مجازات کېږي.
عبدالمتین قانع:«ځينې سرغړونې چې، له پولیسو کېږي یعنې په ځينو ځایونو کې له یونېفورم پرته په شخصي جامو کې وي هغه ډېر محدود دي، انشاالله کړنلاره جوړه شوې او دا تخطي بلل کېږي او انشاالله چې، د داخلي امنیت له لوري دوی مجازات کېږي.»
د نظامي او سیاسي چارو ځينې شنونکي د امنیتي ځواکونو یونېفورم د امنیت ټینګښت برخه کې ګټور ګڼي او پر نظامي یونېفورم ملبس کېدو باندې ټینګار کوي.
د پوځي چارو شنونکی، یوسف امین ځاځی په دې هکله وايي:«د یوه شخصي کس او د یوه نظامي کس او د حکومت د کس باید تفکیک وشي او توپير ولري، په ټولنه کې باید توپیر ولري. له امنیتي ادارو سره ټوکې په کار نهدي، له امنیتي ادارو سره جدیت او قاطعیت په کار دی. او دوی باید خپلې ټولې چارې باید په اصولو، اصول نامو او تعلیمات نامو سمبال کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی هم څرګندوي:«دا کولای شي، د ټولنې په سمبالېدلو کې، د امنیت په ټینګښت کې او د ذهنیتونو په جوړولو کې، د ملت او حکومت د غلط فهمۍ په لېرې کولو کې، کېدی شي رغنده رول ولوبوي.»
د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولې میاشت کې د امنیت ټینګښت او د امنیتي ځواکونو له نامه څخه د ناوړه ګټنې مخنیوي په پار امنیتي ځواکونو ته د یونېفورم د وېش لړۍ پیل کړه.