Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سمنګان کې د یتیمو نجونو لپاره ځانګړی روزنتون جوړ شوی

د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست په دغه ولایت کې د یتیمو او بې سرپرستو نجونو لپاره د یوه روزنتون له جوړولو خبر ورکوي.

د دوی په وینا، تازه یې په دغه روزنتون کې پنځوس نجونې جذب کړي او په پام کې ده چې، ۲۵ نورې نجونې هم جذب کړي.

د سمنګان سیمه‌ییز مسوولین وايي دامهال د نجونو په ګډون ۲۰۰ یتیم او بې سرپرسته ماشومان په دوو جلا د نجونو او هلکانو روزنتونونو کې ساتل کېږي او ورته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د مسوولینو په خبره په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې ۲۵ نور بې سرپرسته او یتیم ماشومان هم په دغه نوي جوړ شوي روزنتون کې جذب کړي.

د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو رییس، فیض محمد ریحان و ویل: موږ به د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست په روزنتون کې ۷۵ نجونې یتیمانې جذب کړو. اوس مهال مو له پنځوسو زیات جذب کړي دي. په دې هیله چې ټول ۷۵ بشپړ کړو.

دا نجونې چې دغه روزنتون کې جذب شوي وايي تر دې وړاندې د سرپرست نلرلو او اقتصادي ستونزو له امله یې نشو کولای چې ښوونځي ته ولاړې شې خو دامهال ورته ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

بې سرپرسته ماشومه زهرا وايي: «پنځه کاله کیږي چې پلار مې مړ شوی او له همدې امله مې زده کړې نه شوې کولای، اوس چې یې په سمنګان کې موږ لپاره روزنتون جوړ کړی ډېره خوشاله یم. کولای شم له نجونو سره زده کړې وکړم.»

یو بل بې سرپرسته ماشوم، عبداللطیف و ویل:«زه خپله د لسم ټولګي زده کوونکی یم، تر دې وړاندې مې زده کړو سره اشنايي نه درلوده، ستونزه مې زیاته وه. الحمدلله یو نیم کال کیږي چې دلته راغلی یم، اوس مې زده کړو ته ډېره ښه رسیږم، دلته هرڅه ښه دي. زموږ ټول حساب برابر دی.»

د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو رییس وايي تر دې وړاندې یې ۲۰۰ نور ماشومان چې له اقتصادي ستونزو له زده کړو پاتې وو، د چمتووالي ټولګي او وړکتون ورته جوړ کړی چې پکې په وړیا ډول زده کړې وکړي.

شریک یي کړئ