Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د چاودنې د قربانیانو د جنازې مراسم؛ کورنۍ یې د عاملانو مجازات غواړي

 د کابل د شپږمې حوزې اړوند د قلعه بختیار په سیمه کې د پرونۍ (دوشنبې، د وږي ۱۲مه) خونړۍ چاودنې له امله د ځينو وژل شویو جنازې نن خاورو ته وسپارل شوې.

۳۷ کلن سلیمان خټګر د پرونۍ چاودنې یو له قربانیانو څخه و. د نوموړي د خپلوانو په خبره، هغه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت په ریاست کې کار کاوه. د سلیمان خټګر د کورنۍ غړي وايي، د هغه د کورنۍ پنځه غړي بې‌سرپرسته پاتې شول.

د قرباني د کورنۍ غړی فاروق په دې هکله وویل:«پرون د څارنوالۍ مخ کې، په انتخاري پېښه کې په شهادت ورسېد، له ده نه څلور واړه ماشومان پاتې دي او پلار یې هم معیوبه دی.»

د پرونۍ چاودنې د قربانیانو د کورنۍ ځينې نور غړي زیاتوي چې، اسلامي امارت باید د دې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د قرباني د کورنۍ غړی عبدالستار طلوع‌نیوز ته وویل:«د دغې پېښې عاملین باید د خپلو کړو په سزا ورسېږي او ټول ولس ته ورښکاره شي. »

د قرباني د کورنۍ غړی شمس‌الدین شمس هم وايي:«د دغې پېښې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شوي او سزا ورکړل شي، امنیتي ځواکونه باید د دوی مخنیوی وکړي، که‌چېرې  مخنیوی یې ونه‌شي دا ورځ تر بلې وضعیت خرابېږي.»

په همدې حال کې د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې، د دغې پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو په موخه څېړنې روانې دي او ډاډ ورکوي چې، امنیتي سکټورونه د خلکو د سر او مال خوندیتوب ته ژمن دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«د دغې پېښې قربانیانو ته هم موږ دا ډاډ ورکوو، په تېر کې به شاید تاسې په جریان کې یاستئ، کله هم چې، کوم چا جرم ترسره کړئ دا ډول وحشت یې ترسره کړئ، د هغوی عاملین ډېر ژر په سزا رسېدلي دي او د قانون منګولو ته سپار شوي دي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت چارسمبالي پرونۍ پېښه په کلکو ټکو غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویلي، یو کس چې، پر ځان پورې یې چاودېدونکي توکي تړلي و، د کابل ښار قلعه بختیار سیمه کې یې دغو توکو ته چاودنه ورکړې چې، له امله يې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

۳۷ کلن سلیمان خټګر د پرونۍ چاودنې یو له قربانیانو څخه و. د نوموړي خپلوان وايي چې، د هغه د کورنۍ پنځه غړي بې‌سرپرسته پاتې شول

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه