د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د جرمني له دولت او ګوندونو غوښتي چې، په یاد هېواد کې د افغان کډوالو له وضعیته سیاسي ګټه پورته نهکړي.
دغې ټولنې له جرمني د افغان کډوالو ایستل د نړۍوالو او سیمهییزو ژمنو نقض بولي او زیاتوي چې، جرم یو شخصي عمل دی او باید په ټولو افغانانو پورې اړوند ونه ګڼل شي.
د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په اعلامیه کې راغلي:«موږ د جرمني له دولت او د هغه له ډيموکراټیکو ګوندونو غوښتنه کوو چې، د کډوالو له ناوړه وضعیته په سیاسي او ابزاري ډول استفاده ونهکړي، او د کډوالۍ مسئله دې سیاسي او واک ته د رسېدو وسیله نهګرځوي.»
حقوق پوه نصرتالله نبیل وویل:«هغه څه چې، په جرمني کې رامنځته شول، د حقوقي کړنې په نسبت یوه سیاسي کړنه ده، تاسې پوهېږئ چې، په جرمني کې ټاکنې روانې دي او ځينو ایالتونو کې د کډوالۍ ضد، راسته افراطي ګوندونو رایې ترلاسه کړې دي.»
بل پلو، په جرمني کې ځينې افغان کډوال وايي چې، د جرمني د حکومت نوې تګلاره او په افغان کډوالو د لګېدلو تورونو د پام وړ ګرځول په جرمني کې د کډوالو پر وړاندې وېره خپروي.
د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی وايي:«نن په اروپا کې، د افغان وېرونې په نوم یوه نوې څپه رامنځته شوې ده؛ د دې احتمال شته چې، ټول اروپايي هېوادونه هم په دا ډول کړنې لاس پورې کړي. د ملګرو ملتونو سازمان باید له اروپايي هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو سره سلامشوره وکړي چې، د کډوالو اندېښنې لېرې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې جرمني ۲۸ افغان کډوال چې، د دغه هېواد د چارواکو په وینا، په بېلابېلو جرمونو تورن وو، افغانستان ته راستانه کړل چې، ورپسې د اتریش د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه اقدام هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې، دوی هم پلان لري هغه افغان کډوال چې، جرمي مخینه لري، بېرته افغانستان ته ستانه کړي.