د ازبیکستان د استخباراتو او سرحدونو رییس عبدالسلام عزیزوف، د دغه هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای د همکاریو سازمان په عمومي غونډه کې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د ازبیکستان همکاري مهمه ګڼلې ده.
د ازبیکستان د استخباراتو او سرحدونو رییس همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اطلاعاتو د تبادلې او همغږو فعالیتونو پر اهمیت ټینګار کوي.
ښاغلی عزیزوف د اسلامي امارت لخوا د داعش پر وړاندې مبارزه ستايي او ټینګار کوي چې، د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید د داعش پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.
عبدالسلام عزیزوف په دغې غونډه کې زیاته کړه:«د افغانستان حکومت د خپلو امکاناتو په اډانه کې له نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي. افغان ځواکونه د داعش پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې دي او ښکاره پایلې یې ترلاسه کړې دي. نو، افغان شریکان باید په دې مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي. د امنیت د یووالي د اصل له مخې، اړینه ده چې، دښمن په ګډه مات کړو.»
په دې غونډه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د سیمهییزې ترهګرۍ ضد مرکز د اجرایه کمېټې مدیر روسلان میرزایف هم د افغانستان امنیتي وضعیت په ښه کېدو بولي او زیاتوي چې دا بهیر د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره مثبت بهیر دی او باید ملاتړ ترې وشي.
ښاغلي میرزایف ویلي:«په افغانستان کې د «نوي» حکومت په راتګ سره، امنیتي مسایل په مثبت لوري بدل شوي، په دې برخه کې د نوي حکومت لخوا جدي هڅې روانې دي، ټولې سیمې تر کنټرول لاندې دي او هغوی د بدلون په حال کې دي.»
بل پلو، اسلامي امارت د ازبیکستان د استخباراتو د رییس د دریځ هرکلی کوي او زیاتوي چې، داعش په افغانستان کې له منځه وړل شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت څرګنده کړې:«دا واقعیت دی چې، د افغانستان اسلامي امارت، په افغانستان کې د داعش پدیده ځپلې او د هغوی قوت یې لهمنځه وړی او د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق په برخو کې هم جدي مبارزه کړې او کوټلي ګامونه یې اخیستي دي. د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره، دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ ته باوري دی.»
د شانګهای د همکاریو سازمان او د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو دوه ورځنۍ غونډه د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا په موخه په تاشکند کې جوړه شوې چې، نن یې لومړۍ ورځ وه.
په دې اړه مو اندونه