ارګ په یوې خبرپاڼه کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په بهیر کې د اسانتیا د رامنځته کېدو په منظور د ځانګړې کمېټې له جوړېدو خبر ورکړی دی.
په دې خبرپاڼه کې دغهراز راغلي چې، دغه کمېټه د رییسالوزرا د حکم پر بنسټ تعیین شوې او ټاکل شوې چې، یاده کمېټه به له ارزونې وروسته خپلې موندنې د برېښنایي تذکرو د وېش په بهیر کې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په تړاو د رییس الوزرا دفتر ته راپور ورکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم د برېښنایي تذکرو د اخیستو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرېدو لپاره د اسلامي امارت د هڅو ډاډ ورکوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله وویل:«د ریاستالوزرا د عمومي دفتر د مرستیال محترم سیداحمد مستقیم په مشرۍ، دغه کمېته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش او چاپ بهیر ارزوي او په دې برخه کې، د شته ستونزو تر ارزونې او د هغوی تر حل وروسته، راپور یې د ریاستالوزا مقام ته واستوي.»
بلخوا، د برېښنایي تذکرو ځينې غوښتونکي که څه هم د دې کمېټې پر جوړېدو خوښي څرګندوي؛ خو له اسلامي امارته د تذکرو د وېش د مرکزونو د زیاتولو غوښتنه کوي.
د تذکرې غوښتونکی فریدون وویل:«دغه کمېټه چې تاسې یې وایاست، کهچېرې جوړه شي، واقعاً چې، خلکو ته اسانتیا رامنځته کوي، د دې لپاره چې، اوس خلک په ۱۵ یا په یوې میاشت کې تذکره نهشي ترلاسه کولای.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د کابل اوسېدونکو په ځانګړي ډول هغو کسانو چې د برېښنایي تذکرو د اخیستو لپاره کابل ته راتلل، په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنایي تذکرو د اخیستو په برخه کې د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټينګار کاوه.