د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان له لوري دا اقدام یوه غوره پرېکړه بللې ده.
د یاد وزارت ویاند ویلي، د قرغیزستان دا ګام له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو درک کولو ښکاروندي کوي او د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په مانا دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان جمهوریت له خوا د طالبانو غورځنګ نوم، چې پخوا د ا.ا.ا ته نسبت ورکول کېده، د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې کول د ستاینې وړ ګام بولي او هرکلی یې وي. د نورو هېوادونو په تسلسلد قرغزستان دا ګام په سیمه او نړۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د سیاسي درک رامنځته کولو ښکاروندي کوي او د ا.ا او نورو هېوادنو ترمنځ د دوو اړخیز اړیکو د لا پیاوړتیا په لار کې د خنډ لرې کولو په مانا دی.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت و ویل: د نورو هېوادونو په تسلسل د اسلامي امارت په تړاو د قرغېزستان دا ګام د سیاسي درایت ښکارندوي کوي.
د سیاسي چارو شنونکی، واحد فقیري وايي: قرغېزستان چې طالبان د ترهګرو ډلو له نړملړه لرې کړل دا د اسلامي امارت او قرغېزستان د اړیکو ترمنځ یو ښه پرمختګ دی. طالبان باید ډېر خوښ وي.
د چارو شنونکی بيا د قرغېزستان له لوري دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګڼي.
د دوی په باور، اسلامي امارت باید د لا زیات تعامل لپاره د نړۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر په دې اړه وايي: مخکې تر دې چې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ اړیکې رغیږي باید د اسلامي امارت رهبران له تورلېسته لرې شي چې قزاقستان په دې کې مخکښ وو.
د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی هم وايي: د تعامل په قدمونو کې یو قدم دا دی چې له نوملړه یې نوم لرې شو. دویم دا چې نورو هېوادونو ته هم کولای شي دا زمینه برابره کړي چې هغوی هم اسلامي امارت له تورلسته و باسي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې قزاقستان د لومړي هېواد په توګه د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه اېستلی وو.
په دې اړه مو اندونه