د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وایي، دا مهال د افغانستان ټولې پولې د اسلامي امارت د ځواکونو په واک کې دي او د پولو امنیتي وضعیت هم ښه شوی دی.
نورالله نوري له ملي ټلویزیون سره خبرو کې دغه راز ویلي، د هېواد په پولو کې د ناقانونه توکو د قاچاق مخنیو شوی دی.
نور الله نوري ویلي: « د پولو داسې بېلګه نشم وړاندې کولی لکه اوس چې دي، چې اوسني وخت کې موږ پر خپلو ټولو پولو بشپړ کنټرول لرو، د پولو څارنه، څېړنه او ساتنه د اسلامي امارت په واک کې ده، او خپلې چارې مخته وړي.»
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د تېرو حکومتونو پر مهال د هېوادوالو ترمنځ د تربګنیو د حلولو په تړاو اغېزناک کارونه نه دي شوي.
د نورالله نوري په باور، د بېلابېلو ګوندونو شتون د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو ترمنځ د اختلافونو لامل شوی و.
د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست و ویل: «یووالی راغلی وای، روغ جوړه راغلی وای، ملتونه متحد شوي وای، دلته ډېر تنظیمونه رسمي وو، اوس هم تنظیمونو ته رشد ورکول کېده، شمېر یې ډېرېده، د دې موخه څه وه؟ دا خو د اختلاف په مانا ده د وحد په مانا نه ده.»
نورالله نوري تر دې وړاندې هم لوګر کې په یوه غونډه کې ټینګار کړی و چې د هېواد د پولو ساتنه د اسلامي امارت له مهمو مسوولیتونو ده او دوی به یې په ساتنه کې هېڅکله هم غفلت ونه کړي.