Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پسکوف: له افغانستان سره د ګاونډيو د اړیکو ساتل مهم دي

د کرملین ویاند ډمیټري پسکوف د قرغیزستان له لوري د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم د لېرې کېدو له پرېکړې وروسته ویلي چې، د دغه هېواد له لوري د وړاندې شوي دلایل د درک وړ دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي پسکوف همدارنګه، د افغانستان له ګاونډیانو سره د اړیکو ساتل مهم بللي او زیاته کړې یې ده چې، د افغانستان ګاونډیان باید له اوسنیو چارواکو سره اړیکې ولري.

په دغه راپور کې د ډمیټري پسکوف له قوله راغلي:«قرغیزستان افغانستان ته نږدې دی. له سرپرست حکومت سره د اړیکو ساتل د ګاونډیانو لپاره مهم دي. دا یوه اړتیا ده؛ ځکه له دې پرته د اړیکو جوړېدل ناشوني دي. موږ شرایط درک کوو.»

بلخوا، د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت اوس اوس په یوه رسمي اعلامیه کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم د لېرې کولو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې، دغه پرېکړه د سیمې د ثبات د پیاوړتیا او د افغانستان په تړاو د روانو نړۍوالو خبرو د ملاتړ په موخه شوې ده.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د قرغیزستان جمهوریت لا هم ژمن دی چې د افغانستان او ټولې سیمې د یو باثباته او سوله‌ییز چاپېریال د تضمین په موخه د نړۍوالې ټولنې له هڅو ملاتړ وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردک وايي:«اړینه ده چې، اسلامي امارت د ارزښتونو، ګټو او خپلو مفهومونو پر بنسټ، له ټولې نړۍ سره تعامل ولري چې، موږ له اوسني کړکېچ څخه که هغه اقتصادي دی یا سیاسي انزوا ده، یا نور حالتونه دي، بیرون شو.»

ترې دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې، له ممنوعه ډلو د اسلامي امارت د نوم د لېرې کولو په تړا د قرغیزستان پرېکړه د سیمې او نړۍ له لوري د اسلامي امارت په تړاو د سیاسي درک ښکارندويي کوي او دا پرېکړه د اسلامي امارت او هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې د خنډونو د لېرې کولو په معنا ده.

بلخوا، د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت اوس اوس په یوه رسمي اعلامیه کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم د لېرې کولو پخلی کړی.

شریک یي کړئ