Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د مشر سپارښتنه؛ له اختلافونو ډډه وکړئ او یووالی خپل کړئ

د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده د شمال زون د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولانو، علماوو او ځينو معلولانو سره کتلي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې کتنه کې د اسلامي امارت مشر پر اخلاص، تقوا او اطاعت په ټينګار سره له هغوی غوښتي، له هغو اختلافاتو ډډه وکړي چې، د بې‌ باورۍ او ناکامۍ لامل کېږي او اتحاد او یووالی خپل کړي.

د اسلامي امارت مشر په دغې کتنه کې، د ښې حکومتوالۍ په برخه کې ځينې سپارښتنې هم کړې دي.

د دفاع وزرت په خبرپاڼه کې راغلي:«په دې لیدنه کې د اسلامي امارت زعیم مجاهدینو ته پر یووالي، تقوا او اطاعت ټينګار وکړ او ویې ویل: له اختلافاتو پرهېز وکړئ؛ ځکه اختلافات د ناکامۍ او ماتې لامل کېږي او پر یووالي او ورورولۍ منګولې ټينګې ولګوئ.»
 
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشرد سمنګان ولایت له ځایي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې د خلکو ترمنځ پر یووالي په ټينګار سره، له تفرقې او قومي، ژبني او سمتي تعصباتو پر لېرېوالي ټینګار کړی و او له مسوولانو یې غوښتي وو چې، د شرعي احکامو او فرمانونو په پلي کولو کې جدي واوسي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري د اسلامي امارت د مشر د سفرونو په هکله وايي:«د اسلامي امارت د مشر ولایتي سفرونه د اسلامي امارت د مشر او پوځي کسانو ترمنځ اعتماد زیاتوي. یو ښه اقدام دی او هیله ده چې، دغ خوځښتونه او سفرونه ډېر شي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم څرګندوي:«هر څومره چې د اسلامي امارت مشر له خلکو سره نږدې وي، له خلکو سره لیده کاته ولري، په رسنیو کې وي، هومره کولای شي چې، د افغانستان د خلکو له ستونزو خبر شي او په خپل وخت او نېټه د افغانستان د خلکو ستونزه حل کړي.»

د اسلامي امارت مشر په خپلو ولایتي سفرونو کې تر دې مهاله سمنګان، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو لیدنه کړې او په دغو سفرونو کې یې د خلکو په منځ کې پر یووالي او له قومي، ژبني او سمتي تعصباتو پر لرېوالي ټینګار کړی دی.
 
د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په دغې کتنه کې، د ښې حکومتوالۍ په برخه کې ځينې سپارښتنې هم کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه