Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي او ۱۱تنه ټپيان دي

د اسلامي امارت د پوله‌ساتو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې د یوې ښځې په ګډون، دوه تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې، د تېرې اوونۍ له چهارشنبې ماښام راهیسې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ په وقفه‌یي ډول نښتې روانې دي.

دوی زیاتوي چې، د پاکستان له لوري د راغلو توغندیو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه تنو ژوند بایللی او یوولس نور ملکي خلک ټپیان شوي دي.

دوی وايي، لاهم د جګړې وېره شته او ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه ګڼ خلک له خپلو کورونو ورڅېرمو سیمو ته کډه شوي دي.

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکی ثمین خان وايي:«دوه نفره شهیدان لرو چې، یوه ښځينه ده او یو هم نرینه دی او نور ټپيان هم لرو چې، کابو ۱۱ تنو ته رسېږي.»

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ بل اوسېدونکی محب‌الله هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«څنګ کې کورونه په مرمیو لګېدلي دي او پته نه‌لګېږي چې، نور به څه کېږي، خلک له وېرې له سیمې وتلي دي او نورو سیمو ته یې پناه وړې ده.»

خو د خوست د والي مرستیال تېره شپه ناوخته ځاځي میدان ولسوالۍ ته د سفر پرمهال ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له ځايي خلکو او مېشتو ځواکونو سره د کتنې پرمهال ټینګار کړی چې، د هر ډول بريد ځواب ورکړي.

په همدې حال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو ارزونې مرستیال کابل کې ویلي، د خوست ځاځي میدان ستونزه تېره شپه ناوخته حل شوې ده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو ارزونې مرستیال محمد اسمعیل غزنوي څرګندوي:«په ځاځي میدان کې بې‌ګانۍ ستونزه په بشپړه توګه حل شوه او کومه ستونزه نشته الحمدالله.»

که څه هم مسوولانو تازه د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتې او اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ويلي؛ خو دفاع وزارت ویلي چې، د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د پوستې جوړولو پرمهال پاکستاني پوځیانو ورباندې ډزې کړي چې، د اسلامي امارت ځواکونو متقابل اقدام کړی چې، د نښتې لامل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې، د پاکستان له لوري د راغلو توغندیو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه تنو ژوند بایللی او یوولس نور ملکي خلک ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه