د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي چې، د افغانستان د خلکو دښمنان د منفي شایعاتو له خپرولو سره، د اسلامي نظام د بدنامولو لپاره لستوڼي رانغاړلي دي.
د ښاغلي ندا محمد ندیم په خبره د افغانستان د خلکو دښمنان د منفي اوازې خپروني چې، ګواکې اسلامي امارت د علم او پوهې د پراختیا لپاره ژمن نهدی؛ په داسې حال کې چې د اسلامي امارت ډېری چارواکي علما او د علم اهل دي.
د اسلامي امارت دغه چارواکي، د بامیان پوهنتون شپاړسمې دورې محصلینو فراغتغونډې ته د خبرو پرمهال ټينګار کړی چې، اسلامي امارت هېواد کې د علم او پوهې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري. ښاغلي ندیم زیاته کړې چې، د هر ډول منفي اوازو په وړاندې درېدل هېواد کې ټولیز مسوولیت دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي:«دښمنان را ته متوجه دي، کله کله دا اوازونه راپورته کړي چې، د افغانستان اسلامي امارت علم ته ژمنه نهلري، د علم دښمن دی نغوذ بالله، د افغانستان اسلامي امارت تشکل له علماوو څخه شوی دا نظام علماوو را شروع کړی دی. دا عامیانو نه دی شروع کړی، له سره چې اسلامي امارت ایجاد شوی، عالم او د مدرسې طالب را شروع کړی دی او د نظام ټوله شبکه که وزیران دي او که والیان دي او که قومندانان دي ډېری خلک یې اهل علم دي، علما دي، نو دا به څنګه پېښېږي چې له علم سره به دښمني لري.»
د بامیان والي عبدالله سرحدي هم وايي:«هغه خلک چې په دولت کې دنده لري، کهچېرې په دې فکر کې دي چې، زموږ خلک له موږ پردي دي، دا د دښمن فکر ده او د پردي فکر دی.»
روان لمریز کال کې د بامیان پوهنتون شپاړسمې فراغت دوره کې له اوو پوهنځیو ۶۳۵ محصلینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل. یو شمېر دغه محصلین په داسې حال کې چې، د وزګارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله اندېښمن دي د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې، ورته د کاري زمینې په برابرولو کې پاملرنه وکړي.
تازه فارغ شوي چراغ علي وویل:«د زدهکړیالانو لپاره د کار د زمینې د رامنځته کولو لپاره، دولت باید یوه کره سټراټېژي رامنځته کړي چې، هغوی بهر ته ولاړ نهشي.»
بل تازه فارغ شوی فهیم هم وايي:«اوس مهال ټول زدهکړیالان په بد اقتصادي وضعیت کې دي. هغو کسانو ته چې، فارغ شوي د کاري زمینې رامنځته کول یوه مهمه چاره ده.»
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست دغهراز تازه فارغ شویو ته د مناسبو کاري زمینو برابرولو ډاډ ورکوي.
ندا محمد ندیم څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې تاسو ته یو ښه خدمت پيدا کړو؛ له هر وزیر صاحب سره خبرې کوو چې، زموږ ځوانان باید ستاسو په وزارتونو کې مقرر شي.»
له دې سره هممهاله د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست بامیان پوهنتون کې د ترکیې یو فرهنګي بنسټ له لوري د یو مجهز کتابتون ګټې اخیستنې ته وسپاره او د پوهنتون چهاردېوالي د بنسټ ډبره یې هم کېښوده.
په دې اړه مو اندونه