د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او د سویلي آسیا له عمومي مدیر سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
د دغه سازمان د خبرپاڼې لمخې، په دې کتنه کې دواړو لورو له افغان ولسه پر ملاتړ له ټينګار سربېره د افغانستان په تړاو د دوحې بهیر، د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار او همداراز د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د رغنده خبرو او د بشري مرستو په تړاو خبرې کړې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان خبرپاڼې زیاته کړې: «دواړو خواوو د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د دوحې بهیر او له افغانانو د ملاتړ لپاره د اسلامي همکاریو سازمان او د ترکیې د جمهوریت د هڅو د ملاتړ او له واکمنو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو لکه د نجونو د زده کړو، د ښځو د حقونو، له ترهرۍ سره د مبارزې او د بشر دوستانو اړخونو په تړاو د خبرو پر تعقیبولو بحث وکړ.»
په دې کتنه کې طارق علي بخیت ویلي، چې دغه سازمان د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د پرېکړو پر بنسټ د افغانستان په تړاو هڅې کوي.
خو تر اوسه د افغانستان د مسایلو د حل لپاره د اسلامي همکاریو سازمان څه رول لوبولی دی؟
د سیاسي چارو شنونکی، معین گل څمکنی وايي: د او ای سي مجمع چې له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې جوړ دی، لومړی باید خپلو حکومتونو ترمنځ ټیکاو رامنځته کړي او بیا داسې کومه غونډه جوړه کړي.»
د سیاسي چارو یوه بل شنونکي، فضل الرحمن اوریا و ویل: « هغه کړکېچ د افغانستان په اړه دی، په ځانګړې توګه پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دي او نور لسګونه ستونزې ورته جوړې دي چې په دغه برخه کې د هغوی رول پیکه او نسبي دی.»
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمې غونډه کې ویلي وو، چې افغانستان د تبلیغاتي جګړې او غرضي راپورونو هدف ګرځېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه