د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ ډیورنډ فرضي کرښې تهڅېرمه نن (دوشنبې) له غرمې وروسته، یوځل بیا د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته شوې ده.
د خوست اوسېدونکي وايي، د جګړې د وېرې له امله د سیمې ډېری اوسېدونکو خپل کورونه پرېښې او امنو سیمو ته یې پناه وړې ده.
په دې نښته کې د ځاني زیانونو سربېره د سیمې اوسېدونکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي محبالله وویل:«په دې کې ملکي خلکو ته، ډېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او په دې کې جوماتونه شهیدان شوي، د ملکي خلکو کورونه وران شوي دي.»
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حیاتالله هم وايي:«هلته هېڅوک هم نهدي پاتې ټول راغلي، نن خلکو خپل څاروي هم راولېږدول او همدارنګه د جنډې له سیمې هم کډې راوتلې دي.»
بلخوا اسلامي امارت تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د نظامي چارو شنونکی احمد خان اندړ د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستاني پوځيانو ترمنځ د نښتې په تړاو داسې وايي:«دوی په افغانستان کې، د اوسني امنیت شتون نهشي زغملی؛ ځکه خو د خپلو بادارانو تر فشار لاندې هم دي او بل غواړي چې، یوځل بیا افغانستان ته نیابتي جګړې راوړي.»
د نظامي چارو بل شنونکی محمد صادق شینواری هم څرګندوي:«د شخړو دوام کولای شي چې، په راتلونکي کې، د دواړو هېوادونو پر ډپيلوماټیکو اړیکو منفي اغېز وکړي»
د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې تهڅېرمه د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته هغه مهال د پاکستاني ځواکونو له لورې پیل شوه چې، د اسلامي امارت ځواکونه د یوې امنیتي پوستې پر جوړولو بوخت وو.
په دې اړه مو اندونه