په برېټانیا کې د مخکیني حکومت سفیر زلمي رسول ویلي چې، د روان زیږدیز کال د سپټمبر په ۲۷مې به په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شي.
ښاغلي رسول پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي چې، دا پرېکړه د کوربه هېواد له غوښتنې وروسته شوې ده.
په لندن کې د افغانستان د مخکیني حکومت سفیر ویلي:«په برېټانیا کې د افغانستان سفارت د کوربه هېواد د رسمي غوښتنې پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر ۲۷مه په رسمي توګه تړل کېږي. دا پرېکړه د کوربه هېواد د چارواکو د لزوم دید له مخې شوې ده.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دغه خبر تر خپرېدو وروسته، په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو تړل کېدل له سرپرست حکومت سره د اروپایي هېوادونو د نږدې کېدو لپاره یو ګام ګڼي.
سید رسول موسوي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې هکله ویلي:«په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو تړل کابل ته د اروپایي پلازمېنو د نږدې کېدو لپاره یو ګام دی! دا کار متناقض ښکاري؛ خو دا هغه لار ده چې، اروپا پرې مزل پيل کړی. نن سفارتونو د طالبانو د مخالفینو له واکه وځي او له څه مودې وروسته به د کونسلي خدمتونو په توګه له کابل سره په همغږۍ بېرته پرانیستل شي.»
دوه ورځې وړاندې دویچهوله هم راپور ورکړی و چې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په برلین او بن ښارونو کې د کونسلي خدمتونو بېاعتباره کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې وه چې، تر دې وروسته به د افغانانو لپاره کونسلي خدمتونه د مونیخ ښار د کونسلګرۍ له لارې چې، له اسلامي امارت سره په تعامل کې ده، وړاندې شي.
د نړۍوالو چارو شنونکی نجیبالرحمان شمال د سفارت د تړلو په تړاو وویل:«په برېټانیا کې د افغانستان د سفارت تړل کېدل کولای شي چې، په انګلستان کې د افغان کډوالو لپاره ستونزې زیاتې کړي. هیله شته چې، هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او هم نړۍوال چارواکي له هغې ډلې د ملګرو ملتونو سازمان د دغې ستونزې لپاره حل لار پيدا کړي.»
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج هم په دې هکله وايي:«په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو تړل کېدل، لکه انګلستان او نورو هېوادونو کې، داسې انګېرل کېږي چې، د طالبانو او دغو هېوادونو ترمنځ هوکړه شوې چې، په لومړي ګام کې سفارتونه وتړي او وروسته د کونسلي دفتر د پرانیستو په نوم په یوه بڼه طالبانو ته وسپارل شي او د طالبانو استازی راشي او نړۍواله ټولنه له دې لارې اسلامي امارت سره د تعامل لار خپله کړي او اړیکې رامنځته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لندن، بلجیم، سویډن، ناروې، سویس، اتریش، اېټالیا، یونان، فرانسې، پولنډ، کاناډا، اسټرالیا او د جرمني په بن او برلین ښارونو کې د سیاسي استازولیو کونسلي خدمتونه له سرپرست حکومت سره د نه تعامل له امله، بېاعتباره اعلان کړي وو.
په دې اړه مو اندونه