Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قمي: پر پوله امنیتي طرحه د افغانستان پر همکارۍ اجرا کېږي

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د پولي د امنیت د ټینګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه‌يي توکو قاچاق د مخنیوي او په نورو برخو کې همکاري روانه ده.

ښاغلي قمي له رسنیو سره په خبرو کې، له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړېدو په تړاو ویلي چې، له افغانستان او پاکستان سره د پولې فېزیکي تړلو پلان تطبیق شوی او د پرمختګ په حال کې دی.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی څرګندوي:«د وسله‌وال پوځ لوی درستیز، د سپاه پاسداران او د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ په همکارۍ، له افغانستان او پاکستان سره د فېزیکي پولې د تړلو چارې پیل کړي؛ خو دا چې د دغه دېوال اوږدوالی ډېر دی، نو وخت نیسي. په هر صورت دم‌ګړۍ په سرحد کې امنیتي طرحې د اجرا په حال کې دي چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکاري یوه له هغو ده.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تر دې وړاندې ویلي و، له افغانستان سره د دېوال پروژې تطبیق کول د ایران حق دی او په پوله کې د دېوال تېرول د اسلامي امارت په هوکړه او همغږۍ ترسره کېږي. 

بلخوا د پوځي او سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې، خبرې - اترې نه یوازې د افغانستان او ایران ترمنځ د ستونزو حل دی؛ بلکې د کابل او تهران اړیکې هم پیاوړې کوي.

د پوځي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د تفاهم لارې غوره کول کولای شي چې، د افغانستان او ایران ترمنځ ټولې ستونزې حل کړي. ایران اوس له اسلامي امارت سره د هرې موضوع د حل په اړه د تفاهم له لارې مخکې ځي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«دواړه هېوادونه مسوولیت لري، څو هغه مسایل چې، له نړۍوالو او سیمه‌ییزو معیارونو سره برابر وي، د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، ایراني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، په رضوي خراسان، سوېلي خراسان، سیستان او بلوچستان کې به د پولو د تړلو چارې په درېیو کلونو کې بشپړې شي او د ایران په پوله کې د دېوال تېرولو د طرحې عملي کولو لپاره خپلو وسله‌والو ځواکونو ته درې مېلیارده ډالره ورکړي دي.

د پوځي او سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې، خبرې - اترې نه یوازې د افغانستان او ایران ترمنځ د ستونزو حل دی؛ بلکې د کابل او تهران اړیکې هم پیاوړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه