د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د سیستان و بلوچستان د والي د مرستیال او د چابهار د ځانګړي مسوول لخوا له ناقانونه بهرنیانو سره هر ډول تړون منعه شوی.
جواد سپاهي زیاتوي، هغه وګړي چې، د تګ راتګ قانوني کارت لري، که کوچنۍ سرغړونه هم وکړي، جواز به یې لغوه او د امنیتي ځواکونو لخوا به تر نیولو کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته اړول کېږي.
د سیستان او بلوچستان د والي مرستیال او د چابهار ځانګړي مسوول جواد سپاهي ویلي:«په چابهار ولسوالۍ کې له ناقانونه بهرنیانو سره د استوګنې یا سوداګریز واحدونو هر ډول تړون منعه دی. هغه وګړي چې، د تګ راتګ جواز لري، په کوچنۍ تېروتنې سره به یې جواز لغوه او په لومړۍ فرصت کې به د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شي او بېرته به خپل هېواد ته واستول شي. اړوندو ادارو ته د کاري ډلې د غړو همکاري او همغږي ډېره مهمه ده او هېڅ کم کاري نهمنل کېږي؛ ځکه چې، د خلکو روعتیا او امنیت سره کرښه ده.»
حکیم درې کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی و. د مسافرۍ د سختیو نښې پکې له ورایه ښکاري، شل ورځې وړاندې د ایران پولیسو د هغه خور نیولې وه.
له ایرانه را اېستل شوی حکیم وايي:«خبر شوم چې، دوی یې له کوره نیولي او زه په کار کې وم، کور ته لا نهوم رسېدلی چې، زه یې هم ونیولم او ماشومان مې پاتې شول.»
د ده خور او ورېندار له پولې را اړول شوي، خو د ده او د خور ماشومان یې لا هم په ایران کې پاتې دي.
له ایرانه را ایستل شوې ګل بي بي هم څرګندوي:«څلور ماشومان مې په ایران کې پاتې دي، یو یې یو کلن، بل یې څلور کلن او درېیم یې ۶ کلن او مشر یې هم ۹ کلن دی، هلته یوازې یوه مېرمن پاتې ده چې، هغه یې سرپرستي کوي.»
د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي په دې هکله وايي:«د افغانانو کډوالي د ناامنۍ، جګړې او اقتصادي ستونزو له امله ده. خلک د غوره امنیت او د ژوند د غوره فرصتونو په لټه کې دي، خپل هېوادونه پرېږدي. اسلامي امارت افغانستان ته د ستنېدونکو لپاره باید ځای، کار تامین کړي او هغوی ته ټولنیز او اقتصادي ملاتړونه په ځانګړې توګه په روغتیايي برخه کې ورته برابر کړي.»
بل خوا د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل راپور کې ویلي چې، د روان زېږدیز کال د اګست له ۲۵مې تر ۳۱مې پورې د ګاونډیو هېوادونو لخوا د کډوالو د جبري ایستلو کچه ۳۴ سلنه لوړه شوې چې، په دې لړ کې له ایرانه ۷۰ سلنه ایستل شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان زیاته کړې: «په دې اوونۍ کې، د ایستل شویو کډوالو شمېر ۳۴ سلنه لوړ شوی چې، ۷۰ سلنه یې له ایرانه ایستل شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو څو کلونو کې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.
په دې اړه مو اندونه