نن (د سپټمبر ۱۱مه) د امریکا پر دوو سترو سوداګریزو مرکزونو او دفاع وزارت د برید له ۲۳مې کلیزې سره برابره ده.
په ۲۰۰۱ زېږیز کال کې دغه برید پر افغانستان د امریکا او ناټو یرغل ته لاره هواره کړه.
له نن پوره ۲۳ کاله وړاندې د سپټمبر پر ۱۱مه څلورو مسافر وړونکو الوتکو په امریکا کې د نړۍ د سوداګرۍ مرکز ودانۍ په نښه کړې چې څه باندې ۳ زره کسان پکې و وژل شول.
په هغه وخت کې داسې ویل کېدل چې، د القاعدې ۱۹ غړو دغې څلور الوتکې تښتولې وې.
د پوځي چارو شنونکي، احمد خان اندړ و ویل: « امریکا د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن شتون بهانه کړ او د ناټو له پوځي شریکانو سر یې یوځای پر افغانستان تېری وکړ. د طالبانو لومړی حکومت یې وپرځاوه او تر شپږو کلونو وروسته یې د القاعده مشر پاکستان کې لمنځه یوړ.»
تر دغې پېښې وروسته امریکا له خپلو متحدینو سره د القاعدې د جرړو د اېستلو تر شعار لاندې پر افغانستان یرغل وکړ. هغه یرغل چې د امریکا پر تر ټولو اوږدې جګړې بدل شو.
د سیاسي چارو شنونکي، ادریس محمدي ځاځي طلوعنیوز ته و ویل:« د دوی لپاره ګټور و؛ خو د افغانستان لپاره یوه دقیقه هم ګټور نه و. افغانستان هره ورځ، هره شیبه په تاوان کې و او افغانستان د اشغال تر دایرې لاندې و.»
په دې جګړه کې د تېرو حکومتونو له پوځیانو سربېره بهرنیو ځواکونو ته هم ډېره مرګ ژوبله واوښته.
خو له شلو کلو وروسته اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېد او د ۲۰۲۱ زېږیز کال د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتېري په وتلو سره افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور پایته ورسېد.
په دې اړه مو اندونه