Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له سپټمبر یوولسمې پېښې وروسته د افغانستان سیاسي او اقتصادي راتلونکی

د سپټمبر یوولسمې پېښې افغانستان کې په اقتصادي، سیاسي او امنیتي ډګرونو کې ډېر څه بدل کړل. 

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې له بریدونو وروسته امریکا او ناټو هېوادونو خپل پوځي او اقتصادي ځواکونه افغانستان ته ولېږدول.

تر دغې پېښې وروسته امریکا او متحدینو یې د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم پر افغانستان یرغل وکړ.

دغه یرغل سره د اسلامي امارت لومړۍ واکمني انسکوره او د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یوه نوې پاڼه واوښته.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پېګیر و ویل: « تېرو شلو کلونو کې د سپټمبر یوولسمې وروسته امریکا په افغانستان کې د بمونو مور وکاروله. امریکایانو افغانستان کې هیڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې، او د ترهګرۍ، نشه یي توکو سره د مبارزې او دولت جوړونې درې موخې یې چې لرلې په درې واړو برخو کې له افغانستانه ناکام و وتل.»

د نړۍوالو له هڅو سره سره افغانستان لا هم له ګڼو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ و.
د سپټمبر د یولسمې له پېښې وروسته په شلو کلونو کې د نړۍوالو له لوري افغانستان ته د مرستو په نوم میلیاردونه ډالره راغلل.

د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر سیال وردک و ویل: « د نړۍوالې ټولنې له لوري شته اسلامي نظام لمنځه لاړ او افغانستان کې پر ډیموکراټیکو ارزښتونو ولاړ نوی نظام رامنځته شو او افغانستان کې په سیاسي، اقتصادي او ځینو نورو برخو کې پراخه بدلونونه رامنځته شول.»

افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور واشنګټن هم تاواني کړ. دغه موده کې واشنګټن د میلیاردونو ډالرو لګښتونو سربېره نږدې ۲۴۶۰ امریکایي پوځیان و وژل شول او شاوخوا ۲۱ زره نور یې ټپیان شول.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالظهور مدبر و ویل: « ویل کیږي چې افغانستان ته نږدې څلور تریلیونه ډالر راغلل؛ خو له بده مرغه په زېږیدونکي اقتصاد کې ونه لږول شوې، په ستهلک اقتصاد کې ولګول شوې.»

د سپټمبر له یوولسمې پېښې د ۲۳ کلو په تېرېدو چې پر افغانستان د امریکا د یرغل لامل شو او ورسره د اسلامي امارت لومړۍ واکمني هم رانسکوره شوه؛ خو اوس اسلامي امارت له درېیو کلونو راهیسې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن دی.

له سیمې او نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي اړیکو له پراخېدو سره سره لا هم هیڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه