د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له هېوادوالو غوښتي چې د نړۍ له لوري د اسلامي امارت د رسمیت نه پیژندلو په اړه اندېښنه ونه کړي.
نورالله نوري ټینګار کوي چې اسلامي امارت د نړۍ له هیوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلي او که یې په رسمیت وپیژندل شي یا نه هیڅ اهمیت نلري.
ښاغلي نوري زیاته کړه: موږ سفیران لېږلي او داسې نورې دروازې به هم خلاصیږي او سفیران لېږو. په افغانستان کې د ۳۸ هېوادونو رسمي استازي شته دی، دلته ناست دي. چې دلته یې سفارت پرانیسته نو بل رسمیت بیا څه شی دی.
نورالله نوري له دې پرته چې د کوم کس نوم واخلي، له هېودوالو غواړي چې د ځینو کسانو بې بنسټه څرګندونو او تبلیغاتو ته چې د سرپرست حکومت پر وړاندې کوي، غوږ و نه نیسي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست وايي چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت له مخې، د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو غوښتونکی دی.
هغه و ویل: زه وایم پوچې میډیا، پر بې اساسه بیانونو او تبلیغاتو ته دې څوک غوږ نه ږدي، حقایق دې درک کړي او بس.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معين، محمد علي جان احمد هم و ویل: میډیا وګورئ، څه حالات روان دي، ته به وايې افغانستان ټول اور واخیست او ختم شو. دا زموږ د خاورې او زموږ د نظام د دوښمنانو هغه تبلیغاتي پروسه ده چې پیل کړې یې ده.
سره له دې چې اسلامي امارت دا مهال په ۳۸ هېوادونو کې خپل سفارتونه پرانيستې دي او له ځینو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو په نړۍواله کچه د په رسمیت پېژندنې مسأله لا هم د افغانستان او نړۍوالې ټولنې په اړیکو کې یو له مهمو موضوعاتو پاتې ده او د نړۍ له لوري د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې برخلیک ناڅرګند پاتې دی.
په دې اړه مو اندونه