د کورنیو چارو وزارت مرستیال، محمد نبي عمري په افغانستان کې د القاعدې او داعش حضور له حقیقته لرې بولي او وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
ښاغلي عمري ویلي: افغانستان د امریکايي او نورو ځواکونو له اشغال څخه ازاد شوی دی، هیڅ ډول بهرنۍ او کورنۍ جګړه نشته. د افغانستان ټوله جغرافیه د یوې واحدې حکیمانه رهبرۍ لاندې ده. د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پوره امنیت تامین دی. خلک د امن په فضا کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
محمد نبي عمري د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوی چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
هغه دا راز ټينګار کوي چې په ټول افغانستان کې سراسري امنیت دی او اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې نورو هېوادونو ته هم د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
هغه په دې تړاو و ویل: د خپلو ټولو ګاونډيانو او سیمې هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو. د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو او نه چاته اجازه ورکو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و کړي.
بلخوا، ځينې شنونکي ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید په هېواد کې د ترهګرو د حضور په تړاو د هېوادونو اندېښنې په جدي توګه لېرې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی، جاوید مومند وايي: ځينې هېوادونه دي چې غواړي خپلې ګټې لاس ته راوړي هغوی له ځینو ډلو ملاتړ کوي. په افغانستان کې باید هڅه وشي چې د نورو هېوادونو لاسونه لنډ کړای شي او د نیابتي جګړې لپاره زمینه مساعدېدو ته پرېنږدي.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، محمد بلال عمر هم وايي: په تېرو درېیو کلونو کې موږ وینو چې د داعش په بریدونو کې کموالی راغلی دی. تېر حکومت کې په ولایتونو کې و، عملاً یې جګړه کوله خو اوس په تېرو درېیو کلونو کې څه نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو په تېره بیا ځينو ګاونډيو هېوادونو د دوی پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر کارول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت تل دغه ادعا رد کړې ده.
په دې اړه مو اندونه