د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوعنیوز ته په ډایکندي کې پر عامو خلکو برید تایید کړ.
عبدالمتین قانع د دغه برید د څرنګوالي او اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ (پنجشنبه) ډایکندي کې ولسي سرچینو ویلي و چې نامالومو وسله والو د ډایکندي او غور ترمنځ په "قردیوال" کوتل کې پر عامو خلکو ډزې کړي چې ۱۴ تنه یې وژلي او څلور نور ټپیان دي.
دغه برید ګڼ کورني او بهرني غبرګونه را پارولي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
حامد کرزي دغه برید یو "ترهګریز او د بشر او اسلام ضد عمل بللی دی."
ورته مهال کابل کې د ایران سفارت هم د دغه برید عاملینو ته د سزا غوښتنه کړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم د ډایکنډي پر اوسېدونکو دغه برید غندلی دی.
ناصر کنعاني له اسلامي امارته غوښتي چې د دغه "جنایت" عاملینو ته سزا ورکړي.
د مالوماتو لمخې وژل شوي کسان د ډایکندي د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ اوسېدونکي و چې له کربلا د راستنېدونکو زایرینو هرکلي ته تللي و.
په دې اړه مو اندونه