د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست روسیې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د سن پیټرزبورګ ولایت له مسوولینو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت د ویاند، خبیب غفران په وینا د روسیې د فرهنګ وزیر په دغه لیدنه کې د افغان ځوانانو لپاره د زده کړو په برخه له خپل چمتوالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو د فرهنګ په پیژندنه کې د نندارتونونو جوړول مرستندوي دي.
ښاغلي غفران و ویل: دغه فرهنګي کتنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کلتوري مسایلو کې د نظر تبادلې لپاره غوره وبلله.
د فرهنګي چارو کارپوه، کتاب خان فیضي هم و ویل: د تاریخي اثارو نندارتون لپاره دې په روسیه کې د زمینې برابرولو په موخه هڅه وکړي. څو روسان او نوره نړۍ د همدغه نندارتون له لارې د افغانستان تاریخي هویت وپیژني.
بل لور ته د یاد وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه په روسیه کې د میشتو افغانانو د فرهنګي ټولنې له رییس او غړو سره لیدنه کړې او ویلي یې دي چې تر څلورو لسیزو وروسته په افغانستان کې داسې نظام واکمن شوی چې پر ټول هېواد بشپړه واکمني لري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې ویلي چې تیر په پرتله د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا خوندي ده، له اداري فساد او نشه يي توکو سره جدي مبارزه روانه ده.
د سیاسي چارو شنونکی، محمد زلمي افغان یار و ویل: د روسي او افغاني چارواکو ترمنځ ناسته ولاړه کولای شي چې له ډيپلوماټيک پلوه ډېر اغېز وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو لامل شي. او له انزوا د افغانستان په ایستلو کې هم رول ولوبوي.
د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی وايي: چین او روسیه په امنیت شورا کې دا دویم ځل دی چې ویتو کاروي. زموږ سره نږدې، کلتوري ډیپلوماټيکې اړیکې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د سه شنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د فرهنګونو د یوالي تر عنوان لاندې غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ او دغه څلور ورځنۍ غونډه د روسیې په کوربتوب سره جوړه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه