د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د شاوخوا ۴۷۰ محصلانو په فراغتغونډه کې ویلي، ځينې هېوادونه د دې په هڅه کې دي چې، اسلامي ارزښتونه تخریب او د هېوادوالو ترمنځ بېباوري رامنځته کړي.
ندا محمد ندیم په دغو مراسمو کې له ځوانانو غوښتي چې، له خپلو وړتیاوو د هېواد د پرمختګ په برخه کې کار واخلي او هېواد پرېنږدي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وايي:«دغه څو مهم شیان دي چې، د دغو شیانو په اړه باندې دښمن ډېر متوجه دی، د اتفاق خرابېدو ته یې هم ملاتړ تړلې ده. د اعتماد او قیادت خرابېدو ته یې هم ملا تړلې ده او د دین تخریب ته یې هم ملا تړلې ده.»
په دې غونډه کې د چارو ادارې رییس وايي چې، اسلامي امارت د ځوانانو له ظرفیتونو ګټې اخیستنې او ملاتړ ته ژمن دی.نورالحق انور زیاتوي چې، بهرني هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې د فکري جګړې له لارې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوله؛ خو اوس یې لاسونه د هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لنډ شوي دي.
نورالحق انور څرګندوي:«دلته په ټول نظام کې داسې یو کس هم نشته چې، د بېګانه ګانو د فشار او فرمایش په واسطه ځای پرځای شوی وي، دلته یو کس هم داسې نشته چې، هغه د خپلو هېوادوالو له فکر او دردمندۍ نه خبر نهوي او دا احساس ورسره نهوي، دلته یوکس هم داسې نشته چې، هغه پردیو اهدافو ته ترجیع ورکړي پر خپلو اهدافو باندې.»
د ازموینو د ملي ادارې سرپرست هم د عصري علومو په پراختیا باندې ټینګار کوي او وایي، اړتیا ده چې، عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقی حقاني وايي:«د هېواد ذ ځانبسیاینې، له نورو هېوادونو سره د سیال ګرځولو لپاره علمي طبقه مسوولیت لري، او بیا په ځانګړې توګه عصري او تعلیمي میدان.»
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس سید بشیر آغا هاشمي هم څرګندوي:«له لوړو چارواکو هیله او غوښتنه دا ده چې، د تعلیم او تربیې پوهنتون ته لا زیات امکانات برابر کړي.»
د مسوولانو په وینا، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپيوټر ساینس، ژبې، اروا پوهنې، او بدني روزنې په ګډون له بېلابېلو څانګو ۴۷۰ محصلانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دې اړه مو اندونه