Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شېر محمد عباس ستانکزي د بېخ‌بناوو پر نوي کېدو او د علم پر اهمیت ټينګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن (شنبې، د وږي پر ۲۴مه) کابل کې په یوه پروګرام کې ویلي چې، د پخواني شوروي او امریکا له خوا د وروستیو څلورو لسیزو جګړو، د افغانستان ټولې بېخ‌بناوې له‌منځه وړي او اوس اړتیا ده چې، دغه بېخ‌بناوې بیاورغول شي.

ښاغلی ستانکزی د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي چې، د یو باثباته اقتصاد، منظم او پیاوړي پوځ او د کلک سیاست لپاره زده‌کړې او تحصیل د پرمختګ یوازینۍ لار ده، او که کوم هېواد پر علم سمبال وي، په ټولو برخو کې پرمختګ کوي.

شېرمحمد عباس ستانکزی په دغه پروګرام کې زیاتوي:«د یوه قوي، منظم، پر پښو ولاړ او خپلواک سیاست لپاره پوهې او علم ته اړتیا ده، او هغه ټول هغه شی دی چې، هر هېواد چې، د علم پر ګاڼه سمبال وي هغه هېواد به ان‌شاالله مخته ځي.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دغه‌راز ټينګار کوي، هېڅوک حق نه‌لري چې، د هېواد وګړي له تګ راتګه منعه کړي.

بل پلو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ختیځ او لوېدیځ هېوادونه د افغانستان د بدمرغیو عامل بولي او وایي چې، دا هېوادونه باید د افغانستان په بیا رغونه کې خپل مسوولیت ومني.

خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وویل:«چا چې، د افغانستان د ورانولو او یا د افغانستان دیني او عصري زده‌کړو مرکزونه وران کړي دي، هماغه خلک مسوول دي چې، باید راوغوښتلی شي او د افغانستان علمي مرکزونه بېرته ورغوي.»

د کابل د پوهنې رییس عبدالباسط حقاني هم وايي:«قهرمان او مجاهد ملت په تېر کال کې یعنې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له موږ سره دغه مظلومو مسلمانانو چې، په کلیو او بانډو کې اوسېږي له ۸ مېلیونه افغانیو زیاتې مرستې کړې او پر ښوونځیو یې لګولي دي.»

بلخوا، د دغه خیریه بنسټ مسوولان وایي چې، دغه بنسټ د روغتیا، پوهنې او کرنې په څېر برخو کې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې، د هېواد په ودانولو کې خپل رول ترسره کړي.

د یوه خیریه بنسټ مرستیال محمد قیس ارغندیوال څرګندوي:«له خپلو خلکو، هېواد او حکومته تجربه ترلاسه کړو، نوی حکومت، او بالاخره تر ټولو غوره لار پیدا کړو چې، وکړای شو خپلې پروژې په بېلابېلو برخو کې عملي کړو.»

شمېرې ښيي چې، اوس‌مهال په هېواد کې ۲۴۷۷ غیردولتي بنسټونه د بشري مرستو، بېخ‌بنایي پروژو د عملي کولو، بیړنیو او نیمه پراختیايي مرستو په برخو کې فعالیت کوي چې، له دې منځه ۲۷۸ یې د بهرنیو لخوا اداره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه