د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د دایکندي او غور ترمنځ سیمه کې د ملکي وګړو وژل کېدل له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک وایي چې، انټونیو ګوټرش د افغانستان په مرکزي سیمه کې د پنجشنبې ورځې برید یو وحشیانه عمل بللی او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې او په هېواد کې د ملکیانو د خوندیتوب پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
ښاغلی دوجاریک زیاتوي:«د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په مرکزي سیمه کې د شیعه هزاره ټولنې پر غړو وړمه ورځينۍ وحشیانه برید غندلی. هغه له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده. سرمنشي د ملکیانو د خوندیتوب په تړاو خپله غوښتنه هر وخت تکراروي.»
له دې سره هممهاله، د یوناما دفتر او د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافېرې هم دا برید غندلی او د پلټنې او ځواب ورکړې غوښتنه یې کړې ده.
یوناما په اعلامیه کې راغلي:«یوناما د افغانستان په مرکزي سیمه کې پرونی برید غندي چې، پهکې د شیعه ټولنې ګڼ شمېرغړي مړه او ټپیان شوي. موږ د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د دغه برید د عاملینو د نیولو لپاره د پلټنې غوښتنه کوو.»
د جاپان سفارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې، دغه ډول ترهګریز بریدونه باید ژر تر ژره ودردول شي.
په کابل کې د جاپان سفیر په دې هکله ویلي:«موږ پرونی زړه بوږنوونکی ترهګریز برید چې، د دایکندي او غور ترمنځ سیمه کې ګڼو کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو لامل شوی، په کلکه غندو. موږ له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو او بیا تکراروو چې، دغه ډول ترهګریز بریدونه باید ژر ترژره ودرول شي.»
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر سیال وردک طلوعنیوز ته وايي:«د یوه اسلامي نظام په توګه، مسوولیت نظامي سکټور ته ورګرځي. هغوی باید د دا دول پېښو د مخنیوي لپاره ګام پورته کړي چې، خدای مهکړه، بیا په افغانستان کې داسې برید ونهشي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی فضلالرحمن اوریا هم وايي:«د دا ډول ډلهییزو وژنو د مخنیوي لپاره حل لار، د هغو دسیسو پر وړاندې د یوې سیمهییزې اجماع رامنځته کول دي چې، د پاکستان او امریکا له لوري پلانېږي.»
د دایکندي او غور ترمنځ سیمه کې د وسلهوالو په دغه برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. د دې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
په دې اړه مو اندونه