Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خیرالله خیرخواه: افغانستان د "تمدنونو مرکز" دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د روسیې په سن پټرزبرګ کې د ۴۰ هېوادونو د کلتور د وزیرانو په ګډون د "کلتورونو یووالي" په غونډه کې افغانستان د بېلابېلو تمدنونو مرکز بللی دی.

خیرالله خیرخواه دغه غونډه کې ویلي، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د فرهنګي میراثونو او تاریخي ځایونو خوندیتوب ته جدي پام شوی او په خبره یې، د تاریخي ابدو له قاچاق او دغه راز له خپلسرو کېندنو هم په بشپړه توګه مخنیوی شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند دغه ډول غونډې او کتنې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو جوړولو او ډيپلوماسۍ د پراختیا لپاره ګټورې ګڼي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران و ویل: « د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې افغانستان د تمدنونو مرکز یاد کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان کې بېلابېل فرهنګونه شته او له بېلابېل هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره فرهنګي، تاریخي او مذهبي مشترکات لري.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د دغې غونډې په څنډه کې د ازبیکستان د کلتور له وزیر سره هم کتلي او د کلتوري اړیکو پراختیا، د ګرځندوی صنعت د ودې، او د دواړو هېوادونو کلتورونو د پېژندنې او د لاسي صنایعو د ودې په موخه یې کابل او تاشکند کې د نندارتونونو جوړېدو په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

خبیب غفران وایي، د ازبیکستان د کلتور وزیر ویلي، اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند و ویل: « د فرهنګي اړیکو پراختیا، د ګرځندوی ودې او لاسي صنایعو په اړه یې خبرې کړې دي. همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو مذهبي او تاریخي مشترکاتو یادونه وکړه او سمرقند او بخارا ښارونه یې د اسلامي نړۍ د مطرحو او ویاړمنو علماو امام بخاري ( رح)  او امام ترمذي ( رح) د زېږېدو ځای یاد کړ.»

ورته مهال د کلتوري او اقتصادي چارو شنونکي وایي، د ګرځندوی صنعت پراختیا د افغانستان او سیمې په ځانګړي ډول له ازبیکستان سره د کلتوري اړیکو په پراختیا کې اغېزناکه ده.

د علومو اکاډمۍ د لرغونپوهنې د څېړنیز مرکز غړي، محمد انور فایض و ویل: « د ګرځندوی صنعت یو له مهمو اقتصادي سرچینو ده، خو که د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ازبیکستان کورني او بهرني ګرځندوی لپاره زمینه برابره کړي.»

تېره ورځ د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست د روسیې د کلتور له وزیر سره کتلي او د روسیې او افغانستان له کلتورنو سره د اشنا کېدو په موخه یې د کلتوري نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د کلتوري او اقتصادي چارو شنونکي وایي، د ګرځندوی صنعت پراختیا د افغانستان او سیمې په ځانګړي ډول له ازبیکستان سره د کلتوري اړیکو په پراختیا کې اغېزناکه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه