د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ځينو هېوادونو له سفیرانو، سیمهییزو او نړۍوالو سازمانونو له استازو سره په کتنه کې ویلي چې، د هرې ورځې په تېرېدو سره له عربي هېوادونو سره اړیکې د رغېدو او پراختیا په حال کې دي او دغو اړیکو ډېره ترجیح ورکول کېږي.
امیرخان متقي زیاتوي چې، سرپرست حکومت له ټولې نړۍ سره اړیکو ته چمتو دی او په دې برخه کې هوډ او لوړ ظرفیت لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله زیاتوي:«د عربي نړۍ له هېوادونو سره، زموږ اړیکې ورځ په ورځ رغېږي او وده کوي او موږ د عربي نړۍ له هېوادونو سره اړیکو ته ډېره ترجیح ورکوو.»
ښاغلی متقي په دغې کتنه کې همدارنګه زیاتوي چې، دوه اړخیزو او څو اړخیزو موضوعګانو ته له امنیتي اړخه کتل د حل لار نهده. امنیت او ثبات ته د رسېدو لپاره باید واقعبینانه عمل وشي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټينګار کوي چې، په کابل کې د هېوادونو د سفارتونو د پرانیستو ساتلو ترڅنګ، بریالي شوي چې، هېوادونو ته خپل نوي استازي هم معرفي کړي.
امیرخان متقي وویل:«امنیت او ثبات ته د رسېدو لپاره باید واقعبینانه، عملي او عقلاني تکلارې غورې کړو، ټولو دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو ته یوازې او یوازې د امنیتي زاویه څخه کتل د حل لار نهده »
امیرخان متقي یوځل بیا په ټول افغانستان کې د امنیت د تامین ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې، نړۍ له افغانستان سره د نیکو اړیکو د لرلو لپاره باید عملي ګامونه پورته کړي.
په دې اړه مو اندونه