هرات کې امنیتي ځواکونو، نهه کلن امیرعلي د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
امنیتي مسوولانو ویلي چې، تښتوونکو دغه ماشوم یې لس ورځې مخکې د هرات ښار له نهمې ناحیې تښتولی، لومړی یې نیمروز ولایت ته او وروسته یې کندهار ته لېږدولی دی.
د هرات امنیتي ځواکونو د کندهار له پولیسو سره په همکارۍ بریالي شوي چې، دغه ماشوم وژغوري.
د هرات امنیه قومندانۍ د امنیت امر راز محمد مدثر طلوعنیوز ته وايي:«له څو ورځو وروسته د تښتوونکو ځای مو پيدا کړ او د کندهار ولایت له مجاهدینو سره په همکارۍ او همغږۍ پرې عملیات مو وکړل چې، تښتوونکي ونیول شول او امیرعلي روغ رمټ پلار ته یې سپارل شوی دی.»
امیر علي د هرات په لوېدیځ کې هغه مهال د انسان تښتوونکو له لوري وتښتول شو چې، ښوونځي ته پر لار و. انسان تښتوونکو د هغه د خلاصون په بدل کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه.
د دغه ماشوم د تښتولو په تور درې تنه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
امیر علي د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«په کوڅه کې راتلم په یوه میدان کې یې دستمال زما پر پوزې کېښود او بېهوښه یې کړم. زه یې په زور په موټر کې واچولم.»
د تښتول شوي ماشوم پلار علي اکبر هم وايي:«ورته ومې ویل چې، ۳۵۰ زره ډالره له کومه کړم چې، تاسو ته یې درکړم. د ټلېفون له لارې مې ورته وویل چې، زما ټوله طایفه ۳۵۰ زره پانګه نهلري. راته وې ویل که دا موضوع مو له امارت سره شریکه کړه زوی دې وژنم. ما وویل چې، توکل مې په خدای دی.»
د امیر علي د تښتولو په تور دوې مېرمنې او یو نارینه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. د پولیسو په خبره، دې سړي له خپلو دوو مېرمنو سره امیر علي تښتولی و..
د هرات امنیه قومندانۍ جنایي مدیر شاه ولي رحمت وايي:«انسان تښتوونکي د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي. تښتوونکي یو سړی او دوه ښځې دي او ښځې د دغه سړي مېرمنې دي.»
د هرات امنیه قومندانۍ د مسوولانو په خبره، دا ماشوم یوازینی کس دی چې، وروستیو میاشتو کې د انسان تښوونکو له لوري تښتول شوی. دوی وایي، چې هرات کې یې د انسان تښتوونکې ډلې ځپلې او د تېر په پرتله د انسان تښتونې پېښې په بې ساري ډول کمې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه